مشال راډیو
مشال راډیو
کونډی: پاکستان د دوستو هېوادونو په مشوره پر افغانستان بریدونه درولي دي
            <description>د خیبر پښتونخوا ګورنر (والي) فیصل کریم کونډی وايي، د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ اوربند ختم شوی خو د "دوستو هېوادونو په مشوره" یې بمباري درولې ده.کونډي د مارچ پر ۲۶مه په پېښور کې په خبري غونډه کې خبرداری ورکړی چې پاکستان به بیا هم "د استخباراتي معلوماتو پر اساس" په افغانستان کې دننه "عملیات" کوي.
کونډي وویل، قطر او ترکیې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د اوربند کوښښ کړی خو اسلام اباد واضحه کړې چې د طالبانو حکومت باید د پاکستانیو وسلوالو پرضد اقدام وکړي.
د طالبانو حکومت...</description>
ایران او اسراییلو پر یو بل د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکړی دی
            <description>په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران ترمینځ د غیر مستقیمو خبرو په اړه غیریقيني حالت دوام لري، ايران او اسرایيلو پر يو بل د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکړی دی.اخوا د امريکا د دفاع وزارت د ميزايلو د کمښت په اړه مستقیماً څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې له څو امریکایي دفاعي شرکتونو سره یې تړونونه کړي چې د وسلو زېرمې زیاتې کړي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ چمتو دی پر ایران د جګړې ختمولو لپاره فشار زیاتولو لپاره لا نور سخت ګامونه واخلي. 
دا په داسې حال کې ده چې رويټرز خبري اژنس وايي، د...</description>
چینايي پوځي بېړۍ او سرتېري له پاکستانیو ځواکونو سره د تمرینونو لپاره کراچۍ ته رسېدلي دي
            <description>د چین یوه پوځي بېړۍ او ګڼ سرتېري له پاکستانیو بحري ځواکونو سره د ګډو تمرینونو لپاره د کراچۍ سمندري بندر ته رسېدلي دي.د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د مارچ پر ۲۶مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې دا تمرینونه د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) د پروژو امنیت د تیاریو برخه دي.
بیان وايي، دا مشقونه به د اپرېل تر دویمې پورې روان وي. د دواړو هېوادونو پوځیانو تر دې مخکې هم د "ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې" او امنیتي مقاصدو لپاره تمرینونه کړي دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت د هغو پروژو د...</description>
د طالبانو حکومت نن يو بل امريکايي له بنده خوشې کړی دی
            <description>په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی دی چې يو امريکايي وګړی ډېنیس کویل یې خوشې کړی دی.د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر ۲۴مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې کويل یې د کوچني اختر په مناسبت او طالبانو د مشرتابه د "شفقت او عفوې" په ښوولو له بنده خوشې کړی دی.
پر اېکس پاڼه خپرې شوې هغې خبرپاڼې کې ليکل شوي چې کويل "د افغانستان له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې" له امله نیول شوی وو.
په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی خو په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې کويل نن خپلې کورنۍ ته په کابل کې وسپارل...</description>
د بخښنې نړیوال سازمان له اسلام اباده غوښتي چې ماهرنګ بلوڅه او نور فعالان دې خوشې کړي
            <description>د بشري حقونو هغې نړیوالې ناحکومتي ادارې د مارچ پر ۲۱مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې په زندان کې د بلوڅې یو کال پوره شو او په داسې حال کې چې خلک د اختر خوشالۍ کوي، ځینې بلوڅ کورنۍ د خپلوانو د خوشې کېدو په انتظار دي.</description>
د طالبانو حکومت وايي پاکستانیو ځواکونو پر کونړ او پکتیکا حملې کړې دي
            <description>په کابل کې د طالبانو حکومت وايي، پاکستان يو ځل بیا پر افغانستان بریدونه پيل کړي دي.د طالبانو د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي چې د مارچ پر ۲۲مه سهار مهال پاکستاني پوځيانو د کونړ ولایت پر ناړۍ ولسوالۍ د هاوان مرمۍ ویشتلې دي چې پکې یو سړی وژل شوی او یوه ښځه ژوبله ده.
د فطرت په وينا، پاکستاني پوځ د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر ډزې کړې دي خو پکې چا ته زیان نه دی اوښتی.
د پاکستان حکومت او پوځ لا د طالبانو حکومت د دې دعوې په غبرګون کې څه نه...</description>
یوه نړیواله اداره وايي تېر کال پاکستان کې د نړۍ تر بل هر ځایه زیاتې حملې شوې وې
            <description>یوې نړیوالې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې د "نړۍ تر بل هر ځای زیات وسلوال بریدونه" شوي دي.د اقتصاد او سولې چارو انسټېټیوټ د مارچ پر ۲۱مه په خپل لړلیک کې ښوولې چې تېر کال په پاکستان کې له "ترهګرۍ" سره په تړلیو پېښو کې ۱،۱۳۹ تنه ووژل شول چې د نورو کلونو پرتله شپږ سلنه اضافه ښيي.
هغه اداره، چې مرکزي دفتر یې د اسټرالیا په سېډني کې دی او په اسیا، افریقا، اروپا او امریکا کې هم څانګې لري، وايي چې په پاکستان کې تر ټولو خونړۍ ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ده...</description>
ټرمپ ویلي که ایران ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی خلاص نه کړ نو د انرژۍ پر بېخبنا یې حملې پیلوي
            <description>امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تهران ته خبرداری ورکړی دی چې که په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی په بشپړ ډول نه پرانیزي نو د ایران د انرژۍ پر زېربنا (انفراسټرکچر) به حملې وکړي. ټرمپ د مارچ پر ۲۱مه پر ټروت سوشل لیکلي چې تهران دې "بې له قید او شرطه" د تېلو د لېږد هغه لاره خلاصه کړي او که داسې یې و نه کړل نو د ایران برېښناکوټونه (بجلي ګرونه) به وولي.
ایراني پوځ په ځواب کې په بیان کې ویلي چې که واشنګټن داسې وکړي نو په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې به له امریکا سره پر تړلیو کمپنیو (شرکتونو) او بېخبنا بریدونه...</description>
شاهين شاه افرېدی: له بنګله دېشه د شکست باوجود په لوبډلې وياړم
            <description>د پاکستان د ۵۰ اووره کرکټ لوبډلې مشر، شاهين شاه افرېدی وايي له بنګله دېشه یې لوبلړۍ وبايلله خو پر خپلو لوبغاړو وياړي. افرېدي د مارچ پر ۱۵مه، په ډاکه کې د پاکستان او بنګله دېش د دریوو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالي وروسته خبرې کولې. هغه وويل چې بیټينګ او بالينګ یې نور ښه کولی شو خو باوجود د دې چې لوبډله کې یې ګڼ ځوانان اخیستي وو، سیالۍ یې بدې نه وې. 
پاکستان د بنګله دېش په وړاندې، خپله درېيمه لوبه په ۱۴ منډو وبايلله خو دوهمه یې ګټلې وه. البته په لومړۍ لوبه کې یې ټول لوبغاړي ژر اوټ شول او يوازې ۱۱۴...</description>
د خبریالانو د خونديتوب کمېټي: پاکستان دې خپل قوانين "د انتقادي راپور ورکوونکو ضد" نه کاروي
            <description>د خبریالانو د خونديتوب نړیوالې کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) د پاکستان حکومت پر هغه بيان اندېښنه څرګنده کړې ده چې ويلي یې ول د هغه هېواد پر بهرنۍ تګلارې نيوکې کوونکي سزا کېدلای شي.هغې امریکا مېشتې ناحکومتي ادارې د مارچ پر ۱۲مه په بيان کې وويل چې پاکستاني چارواکي باید په څرګنده وښيي چې د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي لپاره به جوړ "پراخ قانوني ګواښونه یا سیاسي فشار" پر بهرنۍ تګلارې د انتقادي راپورونو "د چوپتيا لپاره نه کاروي."
بيان زياتوي، "د نړیوالو چارو خپلواک تحلیل او راپور...</description>
سیند کې ځینې هندوان له خپلو ګاونډیو مسلمانانو سره روژې نیسي
            <description>د سیند صوبې په ترپارکر کې یو داسې ښارګوټی شته دی چې پکې هندوان مسلمانانو ته روژه ماتی برابروي. هلته ځینې هندوان له خپلو مسلمانانو ګاونډیانو سره روژې هم نیسي. د هغه ځای خلک وايي، دا د مذهبي هم اهنګۍ یوه نادره نمونه ده ځکه چې په پاکستان کې مذهبي لږکي له کلونو راهیسې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.</description>
امريکا افغانستان "د غير عادلانه بند د ملاتړي هېواد" په توګه نومولی دی
            <description>د امريکا د بهرنيو چارو زير مارکو روبیو د مارچ پر نهمه اعلان وکړ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان "د غير عادلانه بند د ملاتړي هېواد" په توګه نوموي. نوموړي د مارچ پر نهمه ناوخته پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې دا پرېکړه یې ځکه کړې چې د طالبانو حکومت "د ترهګرو ډلو د طریقو په کارولو سره امريکايي وګړي د خپلو ګټو لپاره کاروي." 
روبيو پر طالبانو غږ کړی دی چې ډېنیس کويل او شاه محمود حبیبي دې سمدستي خوشې کړي.
حبیبي افغان ټبره امريکايي دی چې په تېر جمهوري حکومت کې یې هم دنده درلوده....</description>
په نړۍ کې د تېلو بیه ۲۶ فېصده لوړه شوې ده
            <description>د مارچ پر نهمه، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو په بیو کې ۲۶ فېصده اضافه شوې ده.رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د مارچ پر نهمه، يو بیرل خام تېل په ۱۱۷ ډالره وو چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د تېلو تر ټولو لوړې بیې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسرايل او امريکا سره د ايران جګړه دویمې اونۍ ته داخله او تونده شوې ده. د دې جګړې له وجې له هرمز تنګي د تیلو صادارت اغیزمن کړي. د ايران او عمان ترمنځ د پرتې هغې سمندري سیمې څخه د نړۍ پينځمه برخه تېل صادرېږي.
د ایران پوځ اعلان کړی چې دغه ځای یې کنټرول کړی چې له...</description>
د ايران نوی ستر مذهبي مشر، مجتبی خامنای څوک دی او کوم چيلنجونو ورترغاړې دي؟
            <description>د ايران حکومت وايي چې سید مجتبی حسیني خامنای د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشر (نوی ستر مذهبي مشر) ټاکل شوی دی. د ایران له ځينو مذهبي مشرانو جوړې، د خبرګانو مجلس شورا د مارچ پر اتمه، اعلان وکړ چې ايت الله مجتبی خامنای د رايو په واضح اکثريت منتخب شو. هغه مجلس په خبرپاڼه کې ويلي چې نوموړی د هغه د پلار او د ايران د ستر مذهبي مشر، ایات الله علي خامنای تر وژل کېدو سمدستي وروسته ترسره شوې غونډه کې ټاکل شوی دی. ایات الله علي خامنای د اسراييلو او امريکا په برید کې د کورنۍ د ځينو نورو غړو سره ووژل...</description>
هند د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام په ګټلو سره ۳ ميليونه ډالر جایزه واخیسته 
            <description>هند د کرکټ د شل اووره لوبو د نړیوال جام په ګټلو سره درې ميليونه ډالر جایزه واخیسته. د مارچ پر اتمه، د هند د احمداباد په نریندرا مودي لوبغالي کې شوې دې سیالۍ کې هند د لومړي بيټينګ په کولو سره د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۵۵ منډې وکړې. په ځواب کې یې، نیوزیلېنډ د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو، ۱۵۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۹۶ منډو په توپیر وبایلله.
د هند جسپرېت بومرا په ۴ اوورونو کې د ۱۵ منډو په ورکولو ۴ لوبغاړي اوټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو. د هند سنجو سېمسن په دې لوبلړۍ کې ۳۲۱ منډې جوړې کړې وې...</description>
پر ډېورنډ کرښه نښتو زرګونه افغانان بې کوره کړې دي
            <description>په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د پاکستان د بمبارۍ له وجې له ډېورنډ کرښې سره پرتو سیمو څخه ۱۶،۴۰۰ کورنۍ بې کوره شوې دي. پاکستانیو پوځيانو او طالب ځواکونو له تېرې يوې اونۍ راهیسې له يو بل سره نښتې پيل کړې دي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور. </description>
ډار: يوه اونۍ کې ۷۹۲ پاکستانيان او ۳۰۰ ايرانيان پاکستان ته تللي دي
            <description>د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيوو چارو وزیر اسحق ډار وايي په ايران کې د روانې شخړې له امله، په يوه اونۍ کې ۷۹۲ پاکستانيان او ۳۰۰ ايرانيان پاکستان ته تللي دي.ډار د مارچ پر درېيمه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې په ايران کې ۳۵۰۰۰ پاکستانيان مېشته دي او هغوی چې غواړي ووځي، لومړی یې اذربایجان او بیا پاکستان ته وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې پر ايران اسرايلو او امريکايي پوځيانو بریدونو ته دوام ورکړی دی او واشنګټن وايي چې ګڼ پوځي مرکزونه یې له منځه وړي او ګڼ لوړپوړي ايراني...</description>
د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستاني سفارت تړلو ګواښ کړی دی
            <description>پاکستان په کابل کې د خپل سفارت ممکنه بندیدو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.</description>
د افغانستان رسنيوو ملاتړ سازمان: پاکستان کې ۲ افغان خبریالان نيول شوي
            <description>د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په پاکستان کې ۲ افغان خبریالان نيول شوي دي.هغې ادارې د مارچ پر دويمه په خپل بیان کې وويل چې ټاکل شوې هغه خبریالان په جبري توګه افغانستان ته ولېږدول شي. د هغو کسانو پېژندګلوي نه ده په ډاګه شوې خو په بیان کې زیاته شوې چې افغان خبریالان باید د پاکستاني پوځيانو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د روانو شخړو له اثره محفوظ وي.
په خبرپاڼه کې هغه سازمان ويلي: "موږ په کلکو ټکو د افغان خبریالانو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې هر...</description>
په پاکستان کې د امريکا سفارت د وېزو ورکولو خدمات او ملاقاتونه ځنډولي دي
            <description>په پاکستان کې د امريکا سفارت د مارچ پر دويمه د وېزو اخیستلو ټول ملاقاتونه او د امريکايي وګړو لپاره خدمات وردولي دي.سفارت د مارچ پر دويمه پر اېکس ليکلي چې امنيتي مسايل له نیږدې څاري او هغه خلک چې د وېزو مرکې یې پلان شوې وي، لغوه شوې دي. سفارت همداراز خپلو امريکايي وګړو ته د احتیاط کولو خبرداری ورکړی او وايي چې د هغوی لپاره سفارتي خدمات ودرېدلي دي.
تر دې مخکې په اسلام اباد کې د امریکې سفارت ويلي وو چې په پاکستان کې پر روانو مظاهرو نظر ساتي او پر ټولو امریکايي وګړو غږ کوي چې د ځان خوندیتوب ته...</description>