د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان جګړه ځپلي د ړنګو کورونو د معاوضې لپاره درېیمه میاشت په احتجاج دي


پرلتوال د مې پر پنځمه په احتجاجي خېمه کې ناست دي.
پرلتوال د مې پر پنځمه په احتجاجي خېمه کې ناست دي.

په جنوبي وزیرستان کې د ۲۰۰۹ز کال د پوځي عملیاتو پر مهال د ړنګو شویو کورونو د مالکانو احتجاجي ناسته روانه ده.

احتجاج کوونکي له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې د خيبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې پر بای پاس سړک ناست دي او له حکومته د پوځي اپریشن راه نجات پر مهال د خپلو ړنګو شوو کورونو د معاوضې غوښتنه کوي.

د احتجاج کوونکو يو مشر جاويد مسید د مې پر پنځمه مشال راډيو ته وويل چې د هغوی په سیمو کې د ۱۱۴،۰۰۰ ړنګو شوو کورونو سروې شوې ده، خو یوازې ۴۸،۰۰۰ کورنيو ته معاوضه ورکړل شوې او۵۷،۰۰۰ کورنۍ تر اوسه له مرستو بې برخې پاتې دي.

په احتجاج کې شریک سپین ږیري غلام محمد د مې پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، حکومت ورته د معاوضي لپاره ټوکنونه ورکړي دي خو عمل پري نه کوي او نه هم معاوضه ورکوي.

هغه زیاته کړه: '' کومې مېنې چې په توپ خانه، ټېنک، جهاز باندې ړنګې شوې او یا یې سوزولي دي، حکومت د هغې معاوضه ورکوله، بعضې خلکو ته [معاوضه] مېلاو ده او بعضې خلکو ته ټوکنونه ورکړل شوي دي، خلک ټوکنې په جېب کې ګرځوي او معاوضه ورته نه ده مېلاو. مونږ وایو چې خلکو ته دې خپل حق ورکړل شی''

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد نړیوالې جګړې پر مهال د خیبر پښتونخوا په ټولو قبایلي ضلعو او یوشمېر نورو سیمو کې پوځي عملیات کړي ول چې له وجې یې مېلیونونه خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال د لکونه خلکو کورونه ړنګ یا زیانمن شوي ول.

چارواکي وایي، تر عملیاتو او خپلو کلیو ته د خلکو تر ستنولو وروسته یې د بحالۍ چارو او اغېزمنو ته د تاوانونو ورکولو بهير ته دوام ورکړی دی.

د بر جنوبي وزيرستان ايډيشنل ډپټي کمشنر اعجاز اختر د مې پر پنځمه، مشال راډيو ته وويل چې په هغو سيمو کې تراوسه له ۱۷ اربه روپو زيات مالي مرستي په متاثرینو ويشل شوي او پاتې شاوخوا شل اربه روپو لپاره يې صوبايي حکومت ته ويلي دي.

هغه زیاته کړه: ''د ۱۰۲۶۵۰کورونو سروې شوې ده، په دې ۷۶۱۷ کېسونه رد شوي. ۵۱۶۶۰ کېسونه پینډنګ دي [کار پرې ایسار دی]، دولس کلي له سروې پاتې دي او د هغې سروې به کوو '' ''

خو احتجاج کونکې وايي، تر هغې به احتجاج جاري ساتي تر څو ورته حکومت معاوضه نه وي ورکړي.

د جنوبي وزيرستان ترڅنګ د ګاونډي شمالي وزيرستان او د ځینو نورو قبایلي ضلعو زیات شمېر اوسېدونکو د وسلوالو پرضد د پاکستان پوځ په عملياتو کې د اوښتو تاوانونو پوره کولو لپاره وخت په وخت مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

XS
SM
MD
LG