د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د مځکو پر سر شخړو ته جوړې جرګې ولې نه بریالۍ کېږي؟


په کورمه کې د شیعه او سني‌ مشرانو ترمنځ د سیمې د امنیت په اړه د شوې جرګې عکس.
په کورمه کې د شیعه او سني‌ مشرانو ترمنځ د سیمې د امنیت په اړه د شوې جرګې عکس.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د جنورۍ پر شپږمه د مځکو پر سر د قبیلو ترمنځ د شخړو هواري لپاره بله جرګه شوې ده.

د حکومتي چارواکو په سرپرستي کې شوې دې جرګه کې پاړه څمکنیو له بوغکي - بدامي سره د غره پر ملکیت د راپورته شوې شخړې پر هواري خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې تر دې وړاندې هم په وار وار د مځکو پر سر د قبیلو ترمنځ د شخړو هواري لپاره جرګې جوړې شوې دي.

د دې جرګو پر جوړېدو کالونه وخت تېر شوی خو بیا یې هم د هغو شخړو هواری نه دی میندلی چې وخت په وخت پکې لسګونه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې دا جرګې ولې نتیجه نه ورکوي؟

د کورمې د میرباغ عبدالخالق پټان مشال راډیو ته وویل چې د دې جرګو په نه بریالي کېدو کې تر ټولو لوی لامل دا دی چې "د خپلې خوښې، نا اهله او جانبداره کسان پکې اخیستل کېږي. د ده په وینا، هم دا وجه ده چې د جرګو پر جوړېدو کالونه واوړي خو د قبیلو ترمنځ شخړې لا هم هغسې بې هواري پرتې دي.

په کورمه کې د ۲۰۲۱م کال له جون میاشتې د ۲۰۲۲م تر ډېسېمبره د بیلا بېلو قبیلو ترمنځ د مځکو پر سر اته ځله جګړې شوې دي چې ټولو غاړو ته پکې ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.

د کورمې د مظفرکوټ عبدالغیور مشال راډیو ته وویل چې کله جنګ تود وي نو واکداران متحرک وي خو چې جګړې سړې شي دوی هم په ارامه کښېني. د ده په وینا، دوی بیا د دې شخړو د هواري لپاره له جوړو جرګو لاس واخلي او له هم دې وجې دا شخړې نه یوازې پر ځای پاتې شي بلکې بیا سر راپورته کړي.

په ۲۰۰۸م کال کې د پنجاب د مري په " امن تړون " کې د سیمې مشران پر دې سلا شوي وو چې د مځکو شخړې به د کاغذات مال او روایاتو پر اساس هواروي.

د پاړه چینار اوسېدونکی محمود علي جان توري مشال راډیو ته وویل چې که څه هم په هغه تړون کې د شخړو د هواري لارې چارې څرګندې شوې وې خو بیا هم د ۱۵ کالو تېرېدو وروسته هم هوارې شوې نه دي.

ده وویل،‌ ښايي دا هم د نه بریالي کېدو لاملونه وي چې ښکېلې غاړې یوازې خپلو ګټو ته ګوري او بل جرګې د امنيتي حالاتو خرابېدو له وېرې سختې پرېکړې نشي کولای.

د کورمې له انتظامیې سره مو په دې اړه رابطه وکړه خو بریالي نه شو. خو د پېښور کور کمانډر حسن اظهر حیات د جنورۍ پر څلورمه په پاړه چنار کې پر قبایلي مشرانو غږ کړی وو چې د خپلمنځي رضامندۍ پر اساس د مځکو پر سر شخړې هوارې کړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG