د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاسي ګوندونه: فاټا اصلاحات دې زر عملي شي


د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي وزیراعظم شاهدخاقان عباسي دې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو پروسه زر تر زره عملي کړي او په دې لاره کې دې نور د ځنډ څخه کار نه اخلي.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان د قانون او انصاف وفاقي وزارت ته امر کړی و چې د قبایلي سیمو په قامي بهیر کې د شاملولو لپاره دې قانون سازي وکړي.

حکومت په فاټا اصلاحاتو کې سنجيده نه دی، بلکې ساعت تيری کوي.
د قامي اسمبلۍ غړی اخوند زاده چټان

بلخوا د ملک د مختلفو سياسي ګوندونو غړي وايي چې وزيراعظم له پکار وو چې د سرتاج عزیز په مشرۍ کې د جوړې شوې کمیټۍ اصلاحاتي راپور یې عملي کړی وای.

د پاکستان پيپلز ګوند پخوانې د قامي اسمبلۍ غړی اخونزاده چټان وايي چې حکومت په فاټا اصلاحاتو کې سنجيده نه دی، بلکې ساعت تيری کوي.

نوموړي زیاته کړه، له موجوده حکومته يې دا غوښتنه ده چې د ايين په ارټيکل ۲۴۷ کې دې بدلون وکړي چې د فاټا ولس ته د ملک په اعلی عدالتونو کې د اپيل حق ترلاسه شي او د پارلمان منتخب غړي خپلو سيمو لپاره قانون سازۍ کې برخه واخلي.

پخواني وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ کال کې په فاټا کې اصلاحاتو لپاره د سرتاج عزيز په مشرۍ کې پنځه کسيزه کمېټي جوړه کړې وه او کمېټۍ په خپل تفصيلي راپور کې د قبايلي سيمو په تدرېجي توګه په خېبر پښتونخوا کې د ګډولو او د ايف سي آر قانون پر ځای د رواج اېکټ نافذولو ترڅنګ يو شمېر نور انتظامي او اييني اصلاحاتو وړاندېزونه هم کړي وو چې د روان کال مارچ پر دويمه نيټه د نواز شريف په مشرۍ کې وفاقي کابينې یي منظوري ورکړې وه.

خو د قبایلي سیمو د مشرانو ترڅنګ د ملک سیاسي او مذهبي ګوندونه په فاټا اصلاحاتو سره وېشل شوي دي.

عوامي نېشنل ګوند، پاکستان تحريک انصاف، جماعت اسلامي، قامي وطن پارټي او پاکستان پيپلز ګوند پشمول یو شمير نورو ګوندونه، د فاټا نه منتخب ځنې پارلماني استازي او ځيني قبايلي مشران غوښتنه کوي چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.

بلخوا پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جميعت علماء اسلام پشمول د فاټا ځيني منتخب پارلماني استازي او ځینې قبایلي مشران دريځ لري چې تر هر ډول بدلون وړاندې دې د قبایلي سیمو له ولس څخه تپوس وکړل شي.

چې په کومو نقطو ټول ګوندونه صلاح دي نو د ځنډ نه کار اخستو پرځای دې حکومت هغه په فوري توګه عملي کړي.
سینیټر عثمان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټرعثمان کاکړ وايي چې د ملک زياتره ګوندونه په دې خبره سره متفق دي چې حکومت دې فاټا ته په این اېف سي اېوارډ کې برخه ورکولو سره سره په قبايلي سيمو کې ترقياتي کارونه وکړي.

د نوموړي وينا وه چې په لکونو قبايل تر اوسه بې کوره دي نو پکار ده چې دوی خپلو سيمو ته ولېږل شي او چې په کومو نقطو سره ټول ګوندونه صلاح دي نو د ځنډ نه کار اخستو پرځای دې حکومت هغه په فوري توګه عملي کړي.

د حکمران مسلم لیګ ګوند د باجوړ نه منتخب پارلماني استازی شهاب الدين خان وايي چې حکومت په اصلاحاتو کولو کې سنجيده دی خو دا به لږ وخت اخلي.

حکومت په اصلاحاتو کولو کې سنجيده دی خو دا به لږ وخت اخلي.
د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان

د نوموړي وينا وه چې سرتاج عزيز په واضحه توګه ويلي وو چې تر قبايلي سيمو به د سپريم کورټ او هايي کورټ دايره غزوي او دوی هیلمن دي چې زرتر زره به د فاټا ولس ته خپل جايز حقونه ترلاسه شي.

د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د جمعې پرورځ شوې د کمیټۍ په غونډه کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه، د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا، د صوبې اعلی وزير پرویز خټک، د سیفران وزیر عبدلقادر بلوڅ او د پلاننګ کمیشن مرستیال چیرمین سرتاج عزیز تر څنګ نور لوړ پوړي حکومتي او پوځي چارواکي هم موجود وو.

XS
SM
MD
LG