د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبر کې سیاسي فعالان د پرمختيايي کارونو له نه کېدو شکايتونه لري


خیبر دروازه - انځور له ارشیفه
خیبر دروازه - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په خیبر کې سیاستوال او مدني فعالان شکايت کوي چې په دغه ضلع کې پرمختيايي کارونه نه دې شوي.

د لنډيکوتل سیاسي اتحاد یوه مشر مراد حسین اپریدي مشال راډيو ته وويل چې ۲۰۲۲ کال بغیر له ترقیاتي کارونو کېدو تېر شو. هغه زیاته کړه: "شلمان واټر سپلایي سکیم په نوم د اوبو پر لویه منصوبه کار نیمایي کې پاتې دی. لنډيکوتل (لواړګي) روغتون ته د کیټیګري اې درجه ورکړل شوې وه خو هغه سهولتونه نه دې ورکړل شوي کوم چې د پیښور په کیټیګري اې روغتونونو کې دي."

په خیبر کې په بېلابېلو ځايونو کې خلکو وخت په وخت د روغتيايي مرکزونو، روغو سړکونو او تعليمي ادارو له نشتوالي شکايتونه کړي دي. دوی په بېلابېلو وختونو کې په مظاهرو کې د صوبې پر واکمن ګوند، تحريک انصاف نيوکې کړې چې قبايلي سيمو سره یې د پرمختيايي کارونو وعدې نه دې پوره کړې.

مدني فعال معروف شاه اپریدي مشال راډيو ته وويل چې په ضلع کې زده کوونکي ډير خو ښوونځي کم دي. "د جینکيو لپاره له پرايمري پورته سکولونه د نشت برابر دي. ميډل او های سکولونو ته سخته اړتيا ده. بله مسله د معیاري تعليم د نشتوالي ده. د هلکانو لپاره په پوسټ ګریجوېټ کالج کې د بي ایس یوازې دوه مضمونونه دي. يوازې پکې اردو او کمپيوټر ساینس ښودل کيږي. نور څه نشته."

په خیبر کې په دې وروستيوو کې شويو بلدیاتي انتخاباتو کې سیمه ييز چارواکي ټاکل شوي خو هغوی شکايت لري چې حکومت ورته د ترقیاتي کارونو لپاره پیسې نه ورکوي. د نیبر هوډ کونسل یو چیرمین حاجي خان شینواری وايي له يو کال تیريديدو باوجود ورته حکومت هغه پیسې نه دې ورکړي چې د نوموړي حق دی: "پوهيږم چې خلک کارونه غواړي خو چې فنډ‌ نشته نو پرمختيايي کارونه په څه وکړو؟"

د خیبرپښتونخوا د بلدیاتي حکومتونو لپاره په صوبايي محکمه کې سیکریټري ساجد ګل د دیسمبر پر ۲۴مه، مشال راډیو ته وویل چې په روان مالي کال کې د بلدیاتي حکومتونو منتخب غړو د ترقیاتي کارونو لپاره ۳۷ اربه روپۍ بېلې شوي دي او دا به ورته ډېر ژر ورکړل شي.

له لواړګي څخه په ۲۰۱۸ کال کې قامي اسمبلۍ ته منتخب شوی، د تحريک انصاف يو مشر مولانا نورالحق قادري وايي حکومت یې ځيني کارونه کړي دي. هغه مشال راډيو ته په ليږلي ليکلي پېغام کې ويلي: "د شلمان واټر سپلای سکیم په نوم د اوبو لویې منصوبې د ترسره کولو لپاره مطالعه مکمل شوې ده. شلمان ته له کابل سینده د اوبو يوه ذخبره ورکول کيږي. ضلعې مرکزي روغتون کې اصلاحات شوي دي او تر څو چې سرکاري وداني جوړيږي، د جینکیو لپاره د کرایې په يوې ودانۍ کې د کالج پيلولو پرېکړه شوې ده."

XS
SM
MD
LG