د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې حدود معلوم دي پر معدنیاتو جګړې نشته: مشران


د کورمې یو عکس
د کورمې یو عکس

پراګ - د پخوانیو قبایلي سیمو سیاسي او قبایلي مشران وايي ، دوي د خیبر پښتونخوا د حکومت دا دلیل نه مني چې د قبېلو ترمنځ د جګړو د مخنیوي لپاره د یادو سیمو معدنیات د حکومتي ملکیت ګرځوي.

دوي د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې پر هر فورم به په یوه خوله د دې حکومتي ګام پرضد غږ پورته کوي.

د جنوبي وزیرستان سیاسي او قبایلي مشر مولانا جمال الدین وویل ، د هر چا خپلې سیمو معلومې دي او د قبيلو ترمنځ پر وسایلو جګړې نشته.

"دا د قبایلو د وسایلو د فبضه کولو یو دروغجن ، جابرانه او بې انصافه دلیل دی چې دوي یې ځان ته جوړوي. دوي یو پلو وايي چې قبایل ابادوو او روزګار ورکوو او بل پلو د قبایلو پر وسایلو فبضه کول غواړي"

د باجوړ یو سیاسي او قبایلي مشر شېخ جهانزاده وايي ، په ځینو سیمې کې ښايي ځینې شخړې وي خو د دې مطلب دا نه دی چې حکومت دې د قبایلو له مرضۍ پرته د دوي پر وسایلو فبضه وکړي.

"موږ غواړو چې دا بل دې دوي نور وړاندې نه وړي. موږ غواړو چې پر دې بحث وشي او ښه والی پکې راشي چې په مدان کې د قام برخه وي خو دا پېسې د دې سیمو پر ولس ولګول شي"

د شمالي وزیرستان پارلماني استازی محسن داوړ وايي ، حکومت د قبایلي سیمو قدرتي وسایل په انظمام کې لا حکومتي ګرځولي وو.

ده وویل ، په دې بل کې یو پلو ویل شوي چې تر راتلونکو لس کالو به دا وسایل د قبایلو ملکیت وي او بل پلو حکومتي بلل شوي دي.

د محسن داوړ په وینا ، پر دې هر څه سربېره دا خبره د منلو وړ نه ده چې ګواکې حکومت د قبایلو ترمنځ د جګړو د مخنیوي لپاره دا ګام اخیستی دی.

"د فاټا په وخت کې به چې یو چا لیز اخیستی نو د قومونو او هغوي ترمنځ به د تحصیلدار په مخ کې دا پرېکړه کېده او د دې به ریکارډ له حکومت سره موجود وو. نو له دې کبله دا خبره د منلو وړ نه ده چې د قبیلو ترمنځ دې پرې جګړې وای ، هغه ځکه چې هر چا ته به خپل حد معلوم وو او هیچا له خپل حده تجاوز نه شو کولای"

په پارلمان کې د خیبر د خلکو یو استازي او د واکمن ګوند تحریک انصاف مخکښ محمد اقبال اپرېدي مشال راډیو ته وویل ، د قبایلي سیمو ولس ډېر ځپل شوی دی او دوي غواړي چې د دوي وسایل د دوي د پرمختګ لپاره وکارول شي.

"موږ به هڅه کوو چې د حکومت او قبایلو ترمنځ د جرګو او مرکو له لارې د قبایلو ټولې شتمنۍ او د هغوي ملکیت قبایلو ته وسپارل شي او موږ به قبایل یوازې نه پرېږدو"

دا له هغه وروسته ده چې د خېبر پښتونخوا د معدنیاتو صوبايي وزیر امجد علي د نومبر پر ۱۳مه ویلي وو چې په قباییلي ضلعو کې د معدنیاتو پرسر د قومونو ترمنځ د لانجو هوارولو او په غیرقانوني توګه د معدنیاتو را-اېستلو مخنیوي لپاره یې دا قانون له اسمبلۍ منظور کړی دی.

XS
SM
MD
LG