د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۲۲ز کال کې خیبر پښتونخوا کې ناامني ولې زیاته شوه؟


په ۲۰۲۲ز کال کې خیبر پښتونخوا کې ناامني ولې زیاته شوه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:41 0:00

د مشال راډیو په ویډیويي بحث کې مو په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او پرضد یې د ولسي پاڅونونو او لاريونو موضوع څېړلي ده. له سږني اوړي راهیسې د شمالي او جنوبي وزیرستانونو، خیبر، باجوړ، سوات، کوز دير، پېښور، لکي مروت، ټانک او بنو په ګډون په یوشمېر ضلعو کې بریدونه او نښتې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۹مه ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان هم د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ او له اسلام اباد سره یې کړی اوربند مات کړ. د روان کال د ډېسېمبر تر ۱۷مې پورې په شمالي وزيرستان کې په ۴۷ هدفي بريدونو کې تر ۶۰ زيات کسان ووژل شول چې پکې ولسي مشران، ځوانان، فعالان او امنیتي سرتېري هم شامل دي. شنونکي وايي، په ۲۰۲۲ز کال کې تحريک طالبان پاکستان ډلې ۳۲۰ حملو ذمه واري منلې ده. د دوی په اند، خيبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومتونه له هغې وسلوالې ډلې سره د خبرو په اړه سره واضحه تګلاره نه لري. دوی زياتوي، ښايي رياست د امنيت ذمه واري نه احساسوي ځکه ولس د وسلوالو ضد پاڅونونه کوي. د مشال راډيو په ویډیويي بحث کې خبريالان او شنونکي رفعت الله اورکزی او مشتاق يوسفزی مېلمانه دي.

اړوند

XS
SM
MD
LG