د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ په اړه په کراچۍ کې سیمینار شوی


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشران د سیمینار پر دریځ ناست دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشران د سیمینار پر دریځ ناست دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن تر سیوري لاندې په خېبر پښتونخوا او شاوخوا سېمو کې د ترهګرۍ پيښو او خرابو امنیتي حالاتو په اړه په کراچۍ کې سیمینار شوی دی.

د جنورۍ پر ۱۶مه شوي دې سیمینار ته له خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د ملک له بېلا بېلو سیمو د بشري حقونو د کمېشن مشرانو او مدني فعالانو په خپلو ويناګانو کې پر حکومت غږ کړی چې په خيبر پښتونخوا کې د امنيت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د پاکستان د بشري حقونو کميشن د خيبر پښتونخوا مشر اکبر خان سيمينار ته په خپله وينا کې وويل چې د خيبر پښتونخوا یوه سېمه هم د ترهګرۍ له پېښو خوندي نه ده او ترهګري یو ځل بیا د دې سیمو د خلکو لپاره تر ټولو لویه ستونزه ګرځېدلې ده.

.ولس اندېښمن دی چې د افغانستان غوندې د طالبانو بندیزونه په خیبر پښتونخوا کې عملي نه شي
سعدیه بلوڅ

نوموړي وويل که سوات وي يا وزيرستان، پيښور وي او که باجوړ، هره ورځ د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښي کيږي ،او حالات دښه کېدو پر ځای ورځ تر بلي خرابیږي. "په دې ټولو حالاتو کې دا خبره د هرکلي وړ ده چې په خلکو کې څه شعور راغلی دی، عام ولس چې بيا د مختلف سیاسي او مذهبي ګوندونو سره تعلق لري، خو په خپله خاوره د سولې لپاره یو اواز دی ، په دې اړه خپل غږ پورته کوي او په سوله ییزه توګه احتجاجونه هم کوي."

اکبر خان وویل په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خيبر پښتونخوا په ځینې سيمو کې حالات بدل شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن يوې غړې سعديې بلوڅې په خپله وينا کي وويل چې مرکزي او د خیبر پښتونخوا صوبابي حکومت باید پر وخت ګامونه واخلي. "لکه څنګه چې په افغانستان کې د نجونو لپاره په پوهنتون او کالجونو کې زده کړې بندې شوې دي، اوس چې په خيبر پښتونخوا کې څه روان دي ، وسله والې ډلې يو ځل بيا په ځینو سېمو کې ښکاره شوې دي نو ولس خو اندیښمن دی چې هغه څه راسره ونه شي کوم چې وړاندې شوي وو او يا په افغانستان کې شوي دي."

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د سيند صوبې مشر اسد اقبال بټ وويل چې د خيبر پښتونخوا ولس او هلته د بشري حقونو فعالانو مخکې لا دوسله والو د فعاله کېدو وړاندوینه کړې وه.

د ده په وینا، دوی ویلي وو چې حکومت او د ریاست امنیتي ادارو پر هغو حالاتو سترګې پټې کړې وې خو رياست هغه وينا ګانې د هيواد پر ضد پروپېګنډه بللې وې.

تسد اقبال بټ زیاته کړه: " په کار ده چې ټول سیاسي او مذهبي ګوندونه د وسله والو په وړاندې یوه پالیسي جوړه کړي او حکومت دې د وسله والو پرضد ګامونه واخلي." نوموړي وویل چې پاکستان دا نشي زغملای چې بیا دې پکې ترهګري سر راپورته کړي او "له داسې تنظېمونو سره د خبرو هيڅ اړتيا نشته."

په کراچۍ کې د بشري حقونو کمېشن لخوا دا سيمينار په داسې وخت کې شوی چې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سېمو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د وسله والو دا بریدونه په ځانګړې توګه له هغه وروسته زیات شوي چې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۷مه له پاکستاني حکومت سره کړی اوربند پای ته ورساوی.

په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو کې ولس د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد پراخې ولسي احتجاجي غونډې کړې دي. دوی د پاکستان پر امنیتي ادارو تور پورې کوي چې د یو پلان له مخې یې په دې سیمو کې د وسله والو پر بیا منظمېدو سترګې پټې کړې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې پر دوی لګېدونکي دا تورونه سم نه دي او دوی به په هیڅ صورت هم وسله والو دې ته نه پرېږدي چې بیا منظم شي.

د خيبر پښتونخوا پولیسو په خپل يوه رپورټ کې ويلي چې په ۲۰۲۲ز کې ورباندې ۲۷۹ بریدونه شوي‌ وو چې ۱۱۸ پولیسان پکې وژل شوي او ۱۲۵ ټپي شوي وو. رپورت زیاتوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي هم دي. د دې تر څنګ پر عام ولس، سیاسي او قبایلي مشرانو او د بشري حقونو پر فعالانو هم بریدونه شوي چې ګڼ شمېر پکې وژل شوي او ټپي شوي دي.

XS
SM
MD
LG