د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پولیس لاین جومات بريد کې د وژلو شويو شمېر ۹۵ ته رسېدلی


د پېښور پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې دا بريد د جنورۍ پر ۳۰مه د پولیس لاين په جومات کې دننه شوی دی.
د پېښور پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې دا بريد د جنورۍ پر ۳۰مه د پولیس لاين په جومات کې دننه شوی دی.

په پېښور کې پر یوه جومات د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۹۵ ته لوړ شو.

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر ايي جي معظم جاه انصاري وايي، د پېښور پولیس لاین په جومات کې د جنورۍ د ۳۰مې نېټې په ځانمرګي برید کې د وژلو شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۹۵ ته رسېدلی دی.

معظم جا انصاري نن (د جنورۍ په ۳۱ مه) په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وويل چې پرون د ماسپښين په لمانځه کې شوي ځانمرګي بريد کې ۲۲۱ کسان ژوبل هم دي. معظم جاه انصاري وړاندې وويل چې د پوليسو د ځواک مورال لوړ دی او صوبه کې به امنيت پرځای کوي:

"د دې ځواک مورال لوړ دی. موږ به دا ثابتوو چې په خېبرپښتونخوا کې د امن پرځای کولو زمه واري زموږ ده."

د خېبر پښټونخوا ژغورونکې ادارې ۱۱۲۲ ویاند بلال فېضي نن مشال راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې زیات شمېر د پولیسو دی چې افسران هم پکې شامل دي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د نګرانې کابینې وزیر محمد علي شاه هم مشال راډیو ته ویلي وو چې امنیت یې لومړیتوب دی.

ده وویل: "څرګنده ده چې امن زموږ لومړیتوب دی، اوس چې لومړۍ غونډه کوو نو هم پر دې به وي، موږ، وفاق او ټولې ادارې به د ګلونو ښار دې ته نه پرېږدو چې د بمونو په ښار بدل شي."

دا ځانمړګی برید چې پرون د ماسپښین په لمانځه کې شوی وو. تراوسه معلومه نه ده چې بریدکوونکی څنګه د پېښور پولیس لاینز سیمې ته چې کلک امنیتې تدابیر په کې نیول شوی ننوتي دي.

دا چې دا حمله په رښتیا چا کړې ده تراوسه په دقیق ډول نه ده معلومه. تحریک طالبان پاکستان بېګا رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې دوی په دې برید کې هیڅ لاس نه لري. بل پلو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم بېګا په یو بیان کې د دې پېښې غندنه کړې او دا یې د اسلام خلاف عمل بللی دی. چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې ترهګري اوس هم د پاکستان لپاره تر ټولو لویه ننګونه ده. نوموړي دا خبره بېګا له پېښور تر ستنېدو وروسته پر ټویټر لیکلې ده.

شهباز شریف د پېښور د پولیس لاین په جومات کې په پروني ځانمرګي برید کې اوښتې مرګ ژوبلې ته په اشاره لیکلي چې د غمځپلو کورنیو درد په الفاظو کې نشي بیانېدای.

شهباز شریف زیاته کړې چې دی د وژل شویو او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره ژوره غمرازي څرګندوي. ده زیاته کړې چې دا پېښه پر پاکستان تر برید کمه نه ده.

دا له هغه وروسته ده چې وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پرون ناوخته پېښور ته ولاړل او هلته په پولیس لاین کې د یادې چاودنې په اړه معلومات ورکړل شو.

د پېښور پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې دا بريد د جنورۍ پر ۳۰مه د پولیس لاين په جومات کې دننه شوی دی. عيني شاهدانو مشال راډيو ته ويلي چې ځانمرګی بريدګر په لومړي صف کې په امام پسې ولاړ وو او چاودنه یې وکړه.

د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم بېګا مشال راډیو ته وویل چې دوی ته په ور وړل شویو کې د یو شمېر ټپیانو حالت ښه نه دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف تر پېښه وروسته پر ولس غږ کړی وو چې د پېښور په ځانمرګي برید کې د ټپي شویو د درملنې لپاره دې وینه ورکړي. نوموړي د جنورۍ پر ۳۰مه تر برید وروسته پر ټویټر لیکلي چې زر تر زره د پېښور لېډي رېډنګ روغتون ته ورشي او د ویني په ورکولو سره د ټپي شویو ژوند وژغوري.

په پېښور کې د خیرښېګړې ادارو د لاوډسپېکرونو له لارې له خلکو غوښتنه کړې چې لېډي ريډينګ روغتون ته زخميانو ته د وينې ورکولو لپاره ورشي.

په خيبر پښتونخوا کې له تېر کال راهیسې ناامني زیاته شوې ده. د صوبې د پولیسو مشر، معظم جا انصاري د جنورۍ پر ۲۶مه په پېښور کې د يوې خبري غونډې په وخت ويلي وو چې په ۲۰۲۲ز کال کې چې د ناامنۍ کومې پېښې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ولیدل شوې، ساری یې په تېرو پينځو کلونو کې نه وو لیدل شوی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ کال د جون له مياشتې راهیسې تر ټولو لویېوسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کړي وو. که څه هم دواړه غاړې اوربند ته ورسېدې خو بريدونه بیا هم کېدل.

د ۲۰۲۲م کال په نومبر مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان مشر، نور ولي مسيد اعلان وکړ چې دوی سره د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره شوې نو ځکه یې خپلو وسله والو ته ويلي چې له ځانه په دفاع کې بريدونه بيا پيل کړئ.

د بریدونو په غبرګون کې ځايي ولس لاریونونه او احتجانونه کړي او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

په خیبر پښتونخوا د تحريک انصاف تير حکومت په بیا بیا ویلي وو چې پولیس او امنیتي ادارې په سیمه کې امن ټينګ ساتلو ته ژمن دي. اوسني نګران وزيراعلی، اعظم خان درې ورځې مخکې وويل چې امنيت او اقتصادي بحالي یې د حکومت په ترجيحاتو کې دي.

XS
SM
MD
LG