د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې د ترهګرۍ ضد پوليسو څانګه کې د يرغمال سرتيرو خوشې کولو لپاره عمليات شوي


 پولیسو په بنو کې د ترهګرۍ ضد څانګې ته تللې لار بنده کړې ده
پولیسو په بنو کې د ترهګرۍ ضد څانګې ته تللې لار بنده کړې ده

د خيبر پښتونخوا په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې د وسله والو لخوا د یرغمال شویو سرتیرو د خوشې کولو لپاره عملیات دوام لري.

بلخوا تحریک طالبان پاکستان د دیسمبر پر ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې په دغه مرکز کې زیاتره کسان د دوی ملګري دي چې د وتلو لپاره محفوظه لار غواړي خو پوځ يې نه ورکوي او پر ضد یې عملیات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې بیګا په بنو کې د ترهګرۍ ضد د پوليسو (سي ټي ډي) او امنیتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې پرون ناوخته د ترهګرۍ ضد ادارې په مرکز کې يو بندي وسله وال له ساتونکي پوليس ټوپک په زور واخیست او نور سرتيري یې یرغمال کړل. تر دې وروسته دغه وسله وال خپل نور ۲۵ ملګري له بندي خانو وویستل چې د وسلو تر لاسه کولو وروسته یې ټول ۸ امنيتي سرتيري یرغمال کړي دي.

د بنو د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز کې عملیات روان دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:56 0:00

په همدې حال کې امنيتي ځواکونو عمليات هم کول چې پکې د وسله والو سره په ډزو کې درې سرتېري ژوبل شوي دي چې ورڅخه یې وروسته دوو سا ورکړه.

خو د خیبر پښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف بیګا پر ټوېټر ليکلي چې د ترهګرۍ ضد پولیسو پر مرکز حمله نه ده شوې او امنيتي سرتيرو سيمه محاصره کړې ده. هغه ادعا کړې چې "حالات په مکمله توګه په کنټرول کې دي."

وسله والو له زندانه ويډيوګانې جوړې او د ټولنيزو رسنيو کاروونکو ته ولېږلې چې پکې یې ځینې یرغمال کړي سرتیري له ځان سره کښېنولي او ګواښ کوي چې که امنيتي ځواکونه د بهر وتلو لار نه ورکوي نو ټول يرغمال سرتیري به ووژني. په يوه ويډيو کې وسله وال ادعا کوي چې د ترهګرۍ ضد د دې مرکز په بندېخانه کې "۳۵ استشهادي کسان" موجود دي.

د پاکستان حکومت تحريک طالبان پاکستان کاالعدم وسله والې ډلې سره د تېرې مې میاشتې په اخره کې د نامعلومې مودې لپاره اوربند کړی وو. خو د نومبر پر ۲۹مه، دې ډلې ادعا وکړه چې پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره کړې نو ځکه خپلو وسله والو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي.

د خیبر پښتونخوا ترهګرۍ ضد پولیسو د دسمبر په ۱۸مه په خپل یو بیان کې ويلي وو چې په روان کال کې یې د وسله والو پر ضد ۲۵۹۷ عمليات کړي‌چې پکې یې ۷۶۸ مشکوک وسله وال نيولي دي.‌ د بیان ترمخه په دغه یو کال کې پر پولیسو ۲۱۹ بریدونه شوي چې پکې ۱۱۶ پولیس سرتیري وژل شوي او ۱۲۵ نور ژوبل شوي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG