د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وژل شوي، ای ايس ای افسر، بريګيډير مصطفی برکي جنازه وشوه


د بريګيډير مصطفی برکي جنازه په ډېره اسماعيل خان کې وشوه
د بريګيډير مصطفی برکي جنازه په ډېره اسماعيل خان کې وشوه

د پاکستان پوځ د جاسوسي ادارې (ای ایس ای) د يو افسر د وژل کېدو پر تاييد سربېره، د دريوو نورو پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د پاکستان پوځ د مارچ پر ۲۱مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې بريګيدر مصطفی برکي د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې تر برید لاندې راغلی وو او هملته ووژل شو. د پوځ د عامه اړيکو څانګې ويلي چې "د ترهګرو سره په نښته کې برکي او ملګرو یې سخته مقابله وکړه خو نوموړی ووژل شو او ۷ نور سرتيري زخميان شول". د پوځ په وينا د دوو سرتيرو روغتيايي حالت ښه نه دی.

تر دې مخکې يو امنيتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم يې خپور شي، مشال راډيو ته ويلي وو چې برکي افغانستان ته تللی وو او کله چې له هغه ځایه وزيرستان ته ستنېدلو، برید پرې وشو. د سرچينې په خبره بريګيډير مصطفی برکي له انګور اډې واڼا ته روان وو.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې. د پاکستان پوځ او حکومت هم نه دې ويلي‌چې بريګيډير برکي د څه لپاره افغانستان ته تللی وو. مصطفی برکي د ډېره اسماعيل خان وو. د هغه جنازه د مارچ پر ۲۱مه د نوموړي په کلي کې وشوه.

برکي په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د پاکستاني طالبانو (تحريک طالبان پاکستان) سره د پاکستاني پلاوي په شويو مذاکراتو کې مهم رول لوبولی وو. د راپورونو ترمخه بريګيډير برکي د پاکستان استخباراتي ادارې، ای ایس ای له مشر جنرل فېض حميد سره په هغو سفرونو کې ملګری وو چې نوموړي د تحريک طالبان پاکستان له مشر مفتي نور ولي مسيد سره د ملاقاتونو لپاره افغانستان ته کول.

ډېره اسماعيل خان برید

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې د مارچ پر ۲۱مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې وسله والو د پولیسو پر يو چيک پوسټ برید وکړ. د خبرپاڼې ترمخه "پوځيان د پولیسو مرستې ته ورغلل او په نښته کې ۳ وسله وال او ۳ سرتيري ووژل شول".

پوځ دا نه دې ويلي‌چې نښته یې د کومې وسله والې ډلې سره کړې ده. خو تحريک طالبان پاکستان د دې بريد زه واري منلې ده. دې ډلې په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې نهه سرتيري یې وژلي دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ز په وروستيو مياشتو کې د افغان طالبانو په مرسته د کالعدم وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌پي) سره خبرې پيل کړې وې. دواړه خواوې د ۲۰۲۲ز کال د جون له لومړۍ نېټې په اوربند سلا شوي وو.

خو د ۲۰۲۲ز کال نومبر مياشت کې د ټي ټي پي مشر نور ولي مسيد په يوه بیان کې وويل چې خپلو وسلوالو ته یې امر کړی چې په پاکستان کې دې حملې بیا پيل کړي. د هغه په وينا، د دې وجه په مذاکراتو کې د پاکستاني پوځ له خوا د شويو وعدو نه عملي کول دي. هغې ناقانونه ډلې له هغه وخت راهیسې بریدونو ته زور ورکړ.

د پاکستان پوځ د ټي ټي پي د څرګندونو په اړه څه نه ول ويلي، البته حکومت او پوځ دواړو د وسلوالو پرضد د عملیاتو د دوام خبره تکرار کړې وه او په وروستیو کې یې په عملیاتو کې د ټي ټي پي د یوشمېر وسلوالو وژنې دعوې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG