د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې "د وسله والو او امنيتي ځواکونو په نښته کې ۳ پوځيان او يو وسله وال" وژل شوی


په کورمه کې يو پاکستانی پوځي د پېرې په حال کې - انځور له ارشيفه
په کورمه کې يو پاکستانی پوځي د پېرې په حال کې - انځور له ارشيفه

په کورمه کې د پاکستاني پوځ پر يو چيک پوسټ شوې حمله کې ۳ پوځيان وژل شوي او ۱۰ زخميان شوي دي.

د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دا حمله د دیسمبر پر ۲۸مه، د شپې ناوخته د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله شوې ده. دغه چارواکي ادعا وکړه چې دا حمله پرې د افغانستان له اړخه وسله والو کړې ده. تر اوسه پورې نه کومې وسله والې ډلې او نه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت څه ويلي دي. په تېرو وختونو کې افغان طالبانو ويلي چې خاوره به یې د بل ملک پر ضد نه کاريږي.

چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې د نښتې په وخت يو وسله وال هم وژل شوی دی چې مړی یې پاتې شوی دی.

د يادونې ده چې د دیسمبر پر ۲۸مه د پاکستاني پوځ نوي مشر جنرال عاصم منير ويلي چې د ټولو وسله والو پر ضد به بې توپيره عمليات کوي. هغه د لوړپوړو پوځي افسرانو (کوورکمانډرانو) په غونډه کې د خبرو په وخت ويلي چې ترهګري نه شي زغملی.

د دیسمبر پر ۲۸مه په شمالي وزیرستان کې یو بل ځانمرګی برید شوی وو. يو امنيتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې يو ځانمرګي بريدګر په میرعلي کې له بارودو ډک ګاډی د امنيتي پوستې سره جنګولو غوښتل خو پوځيانو پرې ډزې وکړي. د چارواکي په وينا په ګاډي کې د چاودنې له امله دوه سرتيري ژوبل شول.

د دیسمبر پر ۲۷مه، د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري هم ويلي وو چې د ترهګرۍ ضد پالیسيوو ته د بيا کتنې ضرورت دی. نوموړي د دیسمبر پر ۲۷مه، د سيند په لاړکانه ګړي خدا بخش کې د بېنظیر بوټو د ۱۵م تلین غونډې ته د وينا په وخت ادعا وکړه چې د عمران خان په مشرۍ تېر حکومت ترهګرۍ ضد پالیسي نه درلوده. هغه وويل: "موږ به د ترهګرۍ ضد پالیسيوو ته له سره کتنه وکړو. داسې پاليسي راولو چې د پاکستاني ریاست واک اختيار قايم کړي."

د خیبر پښتونخوا پولیسو د دیسمبر پر ۲۶مه، په خپل کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ کال کې پر دوی ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. په راپور کې راغلي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي. پولیسو ادعا کړې چې په دوی کې د ۹۰ کسانو د نيولو لپاره پولیسو انعامونه اعلان کړي وو.

د پاکستان حکومت د امنيت سمولو لپاره تر ټولو لویې وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره د جون له میاشتې راهیسې اوربند کړی وو. خو دې ډلې د نومبر په مياشت کې اعلان وکړ چې دا اوربند ختموي. د دې تحريک لخوا په يوه اعلاميه کې ادعا شوې وه چې د پاکستان پوځ د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه بیا حملې پيلوي. د دې وعدو تفصيل نه دی ورکړل شوی.

تر هغه وروسته د اسلام اباد په شمول د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې حملې شوې دي. د بریدونو او ناامنۍ زیاتېدو په اړه، د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې د هڅو هم اهنګونکې ادارې، نېکټا ويلي چې دغو مذاکراتو پاکستاني طالبان قوي او بیا منظمه کړل.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG