د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پولیس لاین جومات بريد کې د وژل شويو شمېر ۵۹ ته رسېدلی


د پېښور پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې دا بريد د جنورۍ پر ۳۰مه د پولیس لاين په جومات کې دننه شوی دی.
د پېښور پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې دا بريد د جنورۍ پر ۳۰مه د پولیس لاين په جومات کې دننه شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په پېښور کې په يو ځانمرګي بريد کې د وژل شویو شمېر لږترلږه ۵۹ ته رسېدلی دی.

د پېښور پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې دا بريد د جنورۍ پر ۳۰مه د پولیس لاين په جومات کې دننه شوی دی. عيني شاهدانو مشال راډيو ته ويلي چې ځانمرګی بريدګر په لومړي صف کې په امام پسې ولاړ وو او چاودنه یې وکړه.

د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډیو ته وویل چې د دې برید له کبله د وژل شویو شمېر اوس ۵۹ ته رسېدلی دی.

د ده په وینا، په دې پ‍ېښه کې د ټپیانو شمېر لږترلږه ۱۵۷ دی. ده وویل چې د وژل شویو او ټپي شویو زیاتره پولیس دي.

محمد عاصم زیاته کړه چې په ټپیانو کې د ځینو حالت ښه نه دی او ښايي‌ چې د مړو شمېر زیات شي. چا تر اوسه د دې برید زمه واري نده منلې.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر ولس غږ کړی دی چې د پېښور په ځانمرګي برید کې د ټپي شویو د درملنې لپاره دې وینه ورکړي.

نوموړي د جنورۍ پر ۳۰مه تر برید وروسته پر ټویټر لیکلي چې زر تر زره د پېښور لېډي رېډنګ روغتون ته ورشي او د ویني په ورکولو سره د ټپي شویو ژوند وژغوري.

په پېښور کې د خیرښېګړې ادارو د لاوډسپېکرونو له لارې له خلکو غوښتنه کړې چې لېډي ريډينګ روغتون ته زخميانو ته د وينې ورکولو لپاره ورشي.

په خيبر پښتونخوا کې له تېر کال راهیسې ناامني زیاته شوې ده. د صوبې د پولیسو مشر، معظم جا انصاري د جنورۍ پر ۲۶مه په پېښور کې د يوې خبري غونډې په وخت ويلي وو چې په ۲۰۲۲ز کال کې چې د ناامنۍ کومې پېښې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ولیدل شوې، ساری یې په تېرو پينځو کلونو کې نه وو لیدل شوی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ کال د جون له مياشتې راهیسې تر ټولو لویېوسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کړي وو. که څه هم دواړه غاړې اوربند ته ورسېدې خو بريدونه بیا هم کېدل.

د ۲۰۲۲م کال په نومبر مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان مشر، نور ولي مسيد اعلان وکړ چې دوی سره د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره شوې نو ځکه یې خپلو وسله والو ته ويلي چې له ځانه په دفاع کې بريدونه بيا پيل کړئ.

د بریدونو په غبرګون کې ځايي ولس لاریونونه او احتجانونه کړي او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

په خیبر پښتونخوا د تحريک انصاف تير حکومت په بیا بیا ویلي وو چې پولیس او امنیتي ادارې په سیمه کې امن ټينګ ساتلو ته ژمن دي. اوسني نګران وزيراعلی، اعظم خان درې ورځې مخکې وويل چې امنيت او اقتصادي بحالي یې د حکومت په ترجيحاتو کې دي.

XS
SM
MD
LG