د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مردان دوکانداران وایي د ځان خوندیتوب لپاره وسله ساتي


په مردان کې يو دکاندار د تمانچو پوښونه خرڅوي - انځور له ارشيفه
په مردان کې يو دکاندار د تمانچو پوښونه خرڅوي - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا د مردان مرکزي بازار نوې اډې د دکاندارانو د اتحادیې مشر پر دوکاندارانو غږ کړی چې د ځان او مال خوندیتوب لپاره وسلې وساتي.

د دوکاندارانو د اتحادیې مشر صاحب زاده وايي له دوکاندارانو د پېسو غوښتنې، د تښتونو ویرې او نورو جرمونو زیاتیدو ته په کتو یې دا پرېکړه کړې ده.

هغه د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې درې ورځې مخکې یې دکاندارانو ته دا لارښوونه وکړه چې ځان خوندي وساتي: ''په بخشالي روډ واقعه وشوه، په نوې اډه کې وشوه، په تخت بایي روډ له دوکانداره ۴۷ لاکه روپۍ واخیستل شوې. دا پېښې زیاتې شوي دي او دوکانداران ویریدلي دي نو ځکه ما دا اعلان وکړ چې دوکانداران دې قانوي وسله د ځان سره وساتي. که لایسنس داره وسله هرڅوک نشي ترلاسه کولی نو غیر قانوني وسله دې د ځان سره پټه شان کیږدي چې د ځان او مال حفاظت پرې وکړای شي.''

د پاکستان د نورو برخو په څېر په مردان کې هم څوک بې لایسنسه وسله له ځان سره نشي ساتلی. د قانون له مخې د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومت ذمه واري ده خو صاحب زاده وایي، زیاتو شویو جرمونو ته په کتو یې له مجبورۍ هغه اعلان کړی دی.

د مردان خواجه ګنج بازار کې د مینياري دکاندار عارف خان وایي، د ځان او مال د حفاظت لپاره په دوکان کې وسله ساتي خو بايد پوليس او انتظاميه هم د تاجرانو دې ستونزې ته پاملرنه وکړي. '' په ټول بازار کې امنيتي کیمرې شته دي. مونږ هم لګولي دي خو ټولو دوکاندارانو د خپل حفاظت لپاره د ځانونو سره په ښکاره وسلې هم ایښې دي.''

هغه وویل د خپل حفاظت لپاره د وسلو ایښودو سربېره یې بیا هم کاروبار اغېزمن شوی. دی زیاتوي چې پخوا به دوی د شپې تر ناوخته دوکانداري کوله خو د غلا او پیسو تښتونې د پېښو وروسته سوداګر په مازیګر دوکانونه بندوي او کورونو ته ځي.

د مردان پولیس هم مني چې په وروستیو کې د غلا، شوکو او نور جرمونه زیات شوي دي. د مردان سيټي تاڼې مشر مقدم خان مشال راډیو ته وویل چې سږکال په روژه کې جرمونه زیات شوي چې پر ضد یې پولیسو د ښار دننه ګزمې او نورې کارروایانې زیاتې کړي دي.

هغه زیاتوي: ''د نورو کلونو پرتله جرمونه ډير شوي دي. د دې یوه وجه دا هم ده چې ابادي زیاته شوې ده. د ابابیل په نامه سکواډ په موټرسایکلو ګزمې وهي. بېنک روډ، شمسي روډ او په ټول ښار کې ګرځي. زمونږ کوشش دی چې نور جرمونه ونه شي.''

مردان تر پېښور وروسته د خیبر پښتونخوا دویم لوي ښار دی. د اپرېل پر ۱۲مه د هغه ځایې پولیسو خبریالانو ته ویلي ول چې په یوه اوونۍ کې یې په جرمونو کې ککړ ۱۸ کسان نیولي او له هغوی یې غلا شوي موبایلونه، پیسې، موټرسایکلونه او نور شیان ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG