د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ نوی مشر وايي د ټولو وسله والو پر ضد به بې توپيره کارروايي کوي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف سره د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ملاقات کوي - انځو رله ارشيفه
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف سره د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ملاقات کوي - انځو رله ارشيفه

د پاکستان پوځ نوي مشر جنرال عاصم منير د لوړپوړو پوځي چارواکو په غونډه کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه هوډ ښودلی دی.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د ديسمبر پر ۲۸مه شوې دې غونډه کې نوي پوځي مشر ژمنه وکړه چې د ټولو وسله والو پپه وړاندې به بې له توپيره مبارزه کوي.

پوځي چارواکیو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د یسمبر پر ۲۸مه په شمالي وزیرستان کې یو بل ځانمرګی برید شوی دی. يو امنيتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې يو ځانمرګي بريدګر په میرعلي کې له بارودو ډک ګاډی د امنيتي پوستې سره جنګولو غوښتل خو پوځيانو پرې ډزې وکړي. د چارواکي په وينا په ګاډي کې د چاودنې له امله دوه سرتيري ژوبل شول.

د پاکستاني پوځ د مشر تر بیان يوه ورځ مخکې د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري هم ويلي وو چې د ترهګرۍ ضد پالیسيوو ته د بيا کتنې ضرورت دی. نوموړي د دیسمبر پر ۲۷مه، د سيند په لاړکانه ګړي خدا بخش کې د بېنظیر بوټو د ۱۵م تلین غونډې ته د وينا په وخت ادعا وکړه چې د عمران خان په مشرۍ تېر حکومت ترهګرۍ ضد پالیسي نه درلوده.

نوموړي زیاته کړه چې پخوانی وزیراعظم، عمران خان باید ځينې پوښتنې ځواب کړي: "چا اجازت ورکړی وو چې ترهګر دې بيرته راشي، وسلې دې هم نه ږدي او د هېواد قانون دې هم نه مني؟ عمران خان ته چا اجازه ورکړه چې ترهګرو ته پر پښو پريوځي؟ ترهګر چا له زندانه خوشې کړل؟ موږ اوس مجبور يو د ترهګرۍ ضد پالیسيوو ته له سره کتنه وکړو. د عمران خان پالیسي بايد پرېښودل شي. داسې پاليسي راولو چې د پاکستاني ریاست واک اختيار قايم کړي."

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا پولیسو په کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ کال کې پر دوی ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. د خیبر پښتونخوا پولیس هر کال د دیسمبر په مياشت کې د امنيتي پېښو په اړه کلنی راپور خپروي. دا ځل په خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي. پولیسو ادعا کړې چې په دوی کې د ۹۰ کسانو د نيولو لپاره پولیسو انعامونه اعلان کړي وو.

د پاکستان حکومت د امنيت سمولو لپاره تر ټولو لویې وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره د جون له میاشتې راهیسې اوربند کړی وو. خو دې ډلې د نومبر په مياشت کې اعلان وکړ چې دا اوربند ختموي. د دې تحريک لخوا په يوه اعلاميه کې ادعا شوې وه چې د پاکستان پوځ د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه بیا حملې پيلوي. د دې وعدو تفصيل نه دی ورکړل شوی.

تر هغه وروسته د اسلام اباد په شمول د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې حملې شوې دي. د بریدونو او ناامنۍ زیاتېدو په اړه، د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې د هڅو هم اهنګونکې ادارې، نېکټا ويلي چې دغو مذاکراتو پاکستاني طالبان قوي او بیا منظمه کړل.

XS
SM
MD
LG