د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د قانون وزير وايي په صوبه کې امن لپاره د وفاقي پرېکړو ملاتړ کوي


فضل شکور خان
فضل شکور خان

د خيبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي په اسلام اباد کې د وزیراعظم لخوا قامي سلامتیا کمېټې غونډې ته د صوبې وزیراعلی نه وو ورغوښتل شوی، خو بیا هم د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د وفاقي پرېکړو ملاتړ کوي.

د خیبر پښتونخوا قانون وزير فضل شکور د جنورۍ په درېیمه مشال راډیو ته وویل چې وفاقي حکومت د دیسمبر پر ۳۰مه شوې د قامي سلامتياکمېټې په غونډه کې وزيراعلی محمود خان ته بلنه نه وه ورکړې او نه یې هم د دې غونډې پرېکړې ورسره شریکې کړې دي.

خو هغه زیاته کړه چې د امن د راوستلو لپاره که هر څوک او هره اداره اقدامات يا عمليات کوي، دوی یې مخالف نه دي. "په صوبه کې چې هر څوک امن راوستل غواړي موږ يې ملاتړ کوو. که هغه پوځ وي او که نور څوک وي. موږ امن غواړو. ترهګرۍ ټول هيواد ځپلی دی خو تر ټولو زیات زیان يې زموږ صوبې ته رسولی دی. موږ په هر صورت کې د ترهګرۍ ختمېدل غواړو. که له هر فورم دا کار کيږي، موږ يې ملاتړ کوو."

د پايداره امن لپاره بايد پاکستان خپلې پالیسیانې بدلې کړي.
عرفان اشرف

د پاکستان وزيراعظم دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د قامي سلامتیا کمېټې د غونډې پر مهال پرېکړه وکړه چې د وسله والو پرضد به کوټلي ګامونه اخیستل کيږي. په دې غونډه کې پر وزيراعظم شهباز شريف سربېره، د پاکستاني پوځ مشر، د جاسوسي ادارې (ای ایس ای)‌ مشر او ځينو وزیرانو ګډون کړی وو. په غونډه کې د خیبر پښتونخوا پر امنيت اندېښنه وښودل شوه خو د دې صوبې وزیراعلی هلته نه وو.

د يادونې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت دی او د پاکستاني وفاقي ایتلافي حکومت له هغو ګوندونو جوړ دی چې د دې تحريک مشر، عمران خان یې د عدم اعتماد تحريک له لارې د وزیرااعظمۍ له چوکۍ ليرې کړی وو. دوی دا تحريک د ۲۰۲۲ کال په اپريل کې قامي اسمبلۍ ته وروړی وو. تر هغه وروسته تحريک انصاف د دې ايتلافي حکومت پر ضد جلسې او احتجاجونه کړي دي.

د پاکستان کورنيوو چارو وفاقي وزير راناثناالله په بیا بیا د خیبر پښتونخوا پر حکومت تور پورې کړی چې د امنيت ښه کولو پر ځای یې پام د عمران خان جلسو ته اړولی دی. خو د خیبر پښتونخوا حکومت دا تورونه بې بنیاده بللي او وايي د امنيت لپاره نه یوازې باید وفاقي حکومت کار بلکې صوبې سره د وسايلو په برخه کې مرسته وکړي.

د سیاسي چارو څيړونکی خبریال عرفان خان وايي چې د پايداره امنيت یقيني کولو لپاره بايد صوبې او وفاق سیاسي تفاهم ولري. نوموړي د جنورۍ پر درېيمه مشال راډيو ته وويل د خیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلی بايد د قامي سلامتيا د کمېټۍ غونډې ته ورغوښتل شوی وای. "په کومه صوبه کې چې تر ټولو زیاته ناامني ده، د هغې صوبې مشرتابه په اعتماد کې نه اخیستلو له وجې پوښتنې راپورته کيږي. که پوځي عمليات وي او که ځينو سيمو ته د سرتېرو د ورتګ خبره وي نو د صوبايي حکومت له ملاتړ بغیر به دا څنګه ممکنه وي؟"

په پاکستان کې د نومبر په میاشت کې جنرل عاصم منیر د پوځ نوی مشر وټاکل شو. هغه د دیسمبر پر ۲۸مه، د لوړپوړو پوځي چارواکو په غونډه کې ويلي وو چې د ټولو وسله والو پر ضد به بې توپيره عمليات کوي.

خو په پېښور پوهنتون کې د صحافت د څانګې استاد عرفان اشرف وايی چې که د پوځ مشر هر څوک راځي خو د د اوږدمهاله امنيت لپاره ضروري ده چې پاکستان خپلي تګلارې بدلې کړي. نوموړي د جنورۍ پر درېيمه مشال راډيو ته وويل:‌ "د پاکستان سیاسي او امنيتي مشرتابه که د افغانستان په اړه د تګلارې بدلولو اراده لري نو بیا خو په دې سیمه کې ترهګري او سختدريځي هم ختميدلی شي او پاکستاني طالبان هم له منځه تللی شي. خو تر اوسه پاکستان دا کار نه دی کړی نو زه دا نه ګڼم چې د پوځي مشر تابه د بدلون سره به په تګلارو کې څه بدلون راشي."

XS
SM
MD
LG