د پاکستان شماریاتو ادارې پر خپله ووبپاڼه شمېرې خپرې کړې چې له مخې یې په پاکستان کې ۱۸۰ مېلیونه خلک د کار کولو د عمر دي. په دوی کې د اتو مېلیونو بې روزګارو خلکو ترڅنګ ۱۱۸ مېلیونه هغه خلک دي چې بې تنخا کار کوي چې پکې په کورونو کې کارکوونکي، د ماشومانو خیال ساتونکي او اوبه وړونکي شامل دي.