د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبرپښتونخوا ۱۶ ديني عالمانو د ترهګرۍ ضد فتوا ورکړه


د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د امن لپاره د سوات د خلکو لاريون
د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د امن لپاره د سوات د خلکو لاريون

د خيبر پښتونخوا ۱۶ ديني عالمانو د ترهګرۍ ضد فتوا ورکړې او ويلي يې دي چې د "جهاد" اعلان یوازې اسلامي رياست کولی شي.

د ۱۴ پاڼو دا فتوا د دارالعلوم سرحد، جامعه دارالعلوم حقانيه، تنظیم المدارس، وفاق المدارس عربیه، رابطه المدارس، وفاق المدارس سلفيه، وفاق المدارس شیعه، جامعه تعليم القران او د علما کونسل خيبر پښتونخوا دیني عالمانو ورکړې ده. فتوا د پوښتنو او ځوابونو په بڼه ده چې د جنورۍ پر نهمه نېټه له رسنيو شريکه شوې ده.

د يوې پوښتنې په ځواب کې ويل شوي چې "د اسلامي رياست د خونديتوب لپاره د جهاد اعلان د ریاست مشر کولی شي او بل هيڅوک يې د اعلان حق نه لري". دوی د فتوا په ملاتړ کې د قراني ایاتونو او حديثونو حوالې ورکړې دي.

تر دې مخکې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) د پاکستان پر ديني عالمانو غږ کړی وو چې د دې ډلې وسله والو ته د ترهګر او ګمراه شويو خطاب نه کوي. ټي ټي‌ پي د جنورۍ پر اوومه د خپل مشر نور ولي مسيد يوه ويډيو خپره کړې وه چې نوموړی پکې پر پاکستاني ديني عالمانو غږ کوي چې که د جهاد لاره یې پرېښې وي، نو لارښوونه دې ورته وکړي. مسيد زیاته کړې وه: "که تاسو خاموشه پاتې شئ نو موږ به دا ستاسو لخوا د ټي ټي‌ پي ملاتړ وبولو."

د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان غيرقانونه ګرځولې ډلې سره، د يو لړ مذاکراتو په پايله کې د جون له میاشتې راهیسې اوربند کړی وو. په دې مذاکراتو کې د پاکستان لخوا ديني عالمان هم شامل وو. خو دې ډلې د نومبر په مياشت کې اعلان وکړ چې دا اوربند ختموي. د دې تحريک لخوا په يوه اعلاميه کې ادعا شوې وه چې د پاکستان پوځ د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه بیا حملې پيلوي. د دې وعدو تفصيل نه دی ورکړل شوی.

تر هغه وروسته د اسلام اباد په شمول د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې حملې شوې دي. د بریدونو او ناامنۍ زیاتېدو په اړه، د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې د هڅو هم اهنګونکې ادارې، نېکټا ويلي چې دغو مذاکراتو پاکستاني طالبان قوي او بیا منظمه کړل. د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ناامنيوو پر ضد مظاهرې، لاريونونه، جرګې او پرلتونه شوي دي.

په پاکستان کې په دې وروستيوو کې ډيری حملې په خيبر پښتونخوا کې شوې دي چې د اکثرو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې. د پاکستان لخوا ترهګرې ګرځول شوې دې ډلې د تېرې دیسمبر میاشتې پر ۳۱مه رسنيوو ته په لېږلو شمېرو کې ويلي چې دوی په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې ټولې ۳۶۷ حملې کړې دي. تر ټولو ډېرې حملې په خیبر پښتونخوا کې شوې دي. دې ډلې ادعا کړې چې په دې بریدنو کې يې ۱۰۱۵ پوځيان، پولیس، د استخباراتي ادارو کارکوونکي او د حکومت ملاتړ لرونکي امن کمېټو غړي وژلي دي.

د جنورۍ پر دويمه نېټه د پاکستان قامي امنيت کمېټې غونډه وشوه چې وروسته يې په بیان کې وویل چې پاکستان د خپلو خلکو د خوندي ساتلو حق لري. په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې "د پاکستان پر هر اينچ خاوره به خپله خودمختاري قايموي او د ټولو هغو ډلو په خلاف به کاروايي کېږي چې تشدد کول غواړي."

XS
SM
MD
LG