د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د استخباراتو يو افسر وژل شوی، په واڼا کې وسله والو له پولیسو وسلې وړې دي


پاکستاني پوځيان جنوبي وزيرستان ته پر تللي سړک ګزمه کوي - انځور له ارشيفه
پاکستاني پوځيان جنوبي وزيرستان ته پر تللي سړک ګزمه کوي - انځور له ارشيفه

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې حملې کړې او امنيتي ځواکونو ته یې زیانونه رسولي دي.

د دیسمبر پر ۱۹مه، شپه مهال د جنوبي وزیرستان په واڼا کې وسله والو پر يوې تاڼې برید کړی دی. مشال راډيو ته د ځايي پولیسو لخوا ورکړي معلومات ښيي چې د شپې شاوخوا یوه بجه له پنځوسو زیات وسله والو د واڼا ښار پر تاڼې حمله وکړه. د چارواکو په وينا دغو وسله والو له پولیسو وسلې او موبایلونه ټول او د ځان سره يووړل.‌

د دواړو خواوو د نښتې په وخت يو پولیس سرتیری ژوبل شوی او ۱ وسله وال وژل شوی دی. ضلعي انتظامیې ويلي چې د برید په وخت مليشه ځواکونه د واڼا ښار تاڼې پولیسو مرستې ته ورغلل او د وسله والو حمله یې په شا وتمبوله.

تحريک طالبان پاکستان د دې برید ذمه واري‌منلې ده. د دې ډلې وياند محمد خراساني د دیسمبر پر شلمه مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې شل پولیس وسله والو ته تسليم شوي دي.

پېښور او ټانک حملې

د دیسمبر پر ۱۹مه د پېښور ورسک روډ سره نيږدې د نامعلومو وسلوالو په ډزو کې د استخباراتي ادارې (اينټيلېجنس بیورو يا ای بي) يو افسر وژل شوی دی.

د پولیسو ترمخه دوو موټر سایکل سپرو وسلوالو د شوکت په نوم دغه چارواکی د مترې په سیمه کې په ډزو وژلی او په تېښته بریالي شوي دي. پولیس وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. تراوسه د دغه حملې ذمه واري چا نده منلې.

په همدې حال کې د ټانک پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې دوه ولسي وګړي د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوي دي. په دې اړه هم کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

شمالي وزيرستان ځانمرګی برید

په شمالي وزیرستان کې پر پوځي قافلې په پروني ځانمرګې حمله کې یو پوځي او دوه عام وګړي وژل شوي دي.

د پوځ عامه اړيکو څانګې (ای ایس پي ار) په یو خبر پاڼه کې ویلي چې په دغه حمله کې دوه پوځیان ژوبل شوي ول چې یو پکې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. په پېښه کې یو عام وګړی او درې نور سرتیري ژوبل هم دي.

د پولیسو په وينا د میرامشا او رزمک پر سړک د ټل پل سره نېږدې يو موټرسايکل سپاره ځانمرګي بریدګر د امنيتي ځواکونو د ګزمې له ګاډو سره نېږدې په ځان پورې تړلو چاوديدونکو موادو ته چاودنه ورکړه.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.

په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي او قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې پرضد یې د جولای له میاشتې راهیسې خلکو لاریونونه او احتجاجونه کړي دي.

د پاکستان حکومت تحريک طالبان پاکستان کاالعدم وسله والې ډلې سره د تېرې مې میاشتې په اخره کې د نامعلومې مودې لپاره اوربند کړی وو. خو د نومبر پر ۲۹مه، دې ډلې ادعا وکړه چې پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره کړې نو ځکه خپلو وسله والو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي.

د خیبر پښتونخوا ترهګرۍ ضد پولیسو د دیسمبر پر ۱۸مه په خپل یو بیان کې ويلي وو چې په روان کال کې یې د وسله والو پر ضد ۲۵۹۷ عمليات کړي‌چې پکې یې ۷۶۸ مشکوک وسله وال نيولي دي.‌ د بیان ترمخه په دغه یو کال کې پر پولیسو ۲۱۹ بریدونه شوي چې پکې ۱۱۶ پولیس سرتیري وژل شوي او ۱۲۵ نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG