د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان قامي سلامتي کمېټه: هېڅ هېواد ته د ترهګرو پټنځایونو ساتلو اجازه نه ورکوو


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ملي امنيت کمېټې غونډې مشري کوي
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ملي امنيت کمېټې غونډې مشري کوي

د پاکستاني قامي سلامتي يا ملي امنيت کمېټې تر يوې غونډې وروسته ويلي چې هېڅ هېواد ته به اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ته خوندي ځايونه ورکړي.

د جنورۍ په دويمه د وزيراعظم شهباز شريف دفتر د دې کمېټې تر غونډې وروسته په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پاکستان د خپلو خلکو د خوندي ساتلو حق لري. خبرپاڼې زیاته کړې چې "د پاکستان پر هر اينچ خاوره به خپله خودمختاري قايموي او د ټولو هغو ډلو په خلاف به کارروايي‌کيږي چې تشدد کول غواړي".

د پاکستان ملي امنیت کمېټې مشري وزيراعظم کوي. په دې کمېټه کې د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې، ای ايس ای پر مشرانو سربیره ځيني وزيران هم غړيتوب لري. دې کمېټې دا خبرې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت له یوې خبرپاڼې وروسته کړې دي. د جنورۍ پر لومړۍ نېټه دې خبرپاڼه کې د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثناالله هغه څرګندونې پارونکې او بې اساسه بلل شوې وي چې ويلي یې وو ممکنه په افغانستان کې د ټي ټي پي پر پټنځایونو د پاکستاني بریدونو امکان موجود دی.

دې وزارت زیاته کړې وه چې د شواهدو له مخې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) مرکزونه په پاکستان کې دنننه دي. خو په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې که بیا هم د پاکستان څه مسله وي، کولی شي "د تفاهم له لارې یې حل کړي". د بیان ترمخه، "د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي".

د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د دیسمبر په ۳۱مه د پاکستان له یو شخصي ټیليویژن ایکسپریس نیوز سره په مرکه کې ويلي وو چې که د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدامات نه کوي نو کیدای شي چې اسلام اباد په افغانستان کې د ټي ټي پي پر ضد کاروايي وکړي.

د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې سره د تېر کال جون میاشتې راهیسې اوربند کړی وو. دواړو خواوو دې هوکړې ته په کابل کې له هغو مذاکرتو وروسته ورسېدل چې منځګړتوب یې افغان طالبانو وکړ. خو دې ډلې د نومبر په مياشت کې اعلان وکړ چې له پاکستان سره کړی اوربند ختموي.

د دې تحريک لخوا په يوه اعلاميه کې ادعا شوې وه چې د پاکستان پوځ د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه بیا حملې پيلوي. د دې وعدو تفصيل نه دی ورکړل شوی.

د دغه اوربند تر ختمېدو وروسته د اسلام اباد په شمول د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې حملې شوې دي. د بریدونو او ناامنۍ زیاتېدو او مذاکراتو په اړه، د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې د هڅو هم اهنګونکې ادارې، نېکټا ويلي چې دغو مذاکراتو پاکستاني طالبان قوي او بیا منظمه کړل.

د پاکستان لخوا ترهګرې ګرځول شوې ټي ټي‌ پي د دیسمبر پر ۳۱مه رسنيوو ته په لېږلو شمېرو کې ويلي چې دوی په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې ټولې ۳۶۷ حملې کړې دي. تر ټولو ډېرې حملې په خیبر پښتونخوا کې شوې دي. دې ډلې ادعا کړې چې په دې بریدنو کې يې ۱۰۱۵ پوځيان، پولیس، د استخباراتي ادارو کارکوونکي او د حکومت ملاتړ لرونکي امن کمېټو غړي وژلي دي.

د پاکستان پوځي الوتکو د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په شپاړسمه د افغانستان په خوست ولایت کې د سپېرې ولسوالۍ څلور کلي بمبار کړي وو. ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي وو چې دغلته د ټي ټي پي وسله والو مرکزونه وو. په هغه برید کې تر ۵۰ زیات عام وګړي وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG