د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امن لپاره د لکي مروت مظاهره: خلکو د وسله والو ضد د بې توپيره کارروايي غوښتنه وکړه


په لکي مروت کې مظاهرې ته منظور پشتين وينا کوي
په لکي مروت کې مظاهرې ته منظور پشتين وينا کوي

د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې ولسي پاڅون او پښتون ژغورني غورځنګ د اپرېل پر ۲۹مه، د ناامنيو پرضد لاريون کړی دی.

د ولسي پاڅون تحريک تر سيوري لاندې لاريونکونکي د لکې مروت په کارګل څلور لارې کې راغونډ شوي وو. دوی په لاسونو کې سپين بيرغونه رپول او د امنيت غوښتنې يې کولې. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مرستیال شاهی خان شېراني او ضلعې صدر ملک علي سرور خان، د تحریک انصاف ګوند جوهر محمد خان او ډاکټر محمد اقبال، مفتي ضیاءالله، مولانا عبدالوکیل او فواد خان، د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر محمد اقبال او ګڼ شمېر مدني فعالانو او زده کونکو ګډون وکړ.

د سلګونو لاریون کوونکو دې جلسې ته وينا کې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پشتين وويل چې پښتانه خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي او مشران هم خلاص مټ خدمت نشي کولي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځ ځای ځای چيک پوسټونه جوړ کړي خو امنيت نشته.

پشتين وويل چې خلک باید د امن غوښتنې لپاره سره يو موټی شي: "ټول وطن پاټک پاټک او مورچې موچې دی خو د امن درک نشته. يوه ورځ به داسې راشي چې خلک به دومره مجبوره شي چې پر دې پوځي کلاوو به ورغلي وي. په لکي مروت کې د جنګ لړۍ له تېرو څلورو مياشتو راهيسې په بېلا بېلو نومونه مخې ته راځي. څلور مياشتي مخکې يو نوم راغلی وو، سبا به بل نوم وي. نوي نوي نومونه راځي او نامني جوړوي."

د لکي مروت مظاهرې ويناوالو پر حکومت غږ وکړ چې که عمليات کیږي بايد د ټولو‌ وسله والو پر ضد يو شان وشي. په پاکستان کې له څه د پاسه یوې نیمې لسیزې راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي. خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې نه یوازې دا اصطلاح رد کړې او ناسمه یې بولي بلکې زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.

په لکي مروت کې په دې وروستيو کې ناامني زیاته شوې ده. نيږدې هره اونۍ پر پولیسو بریدونه کيږي. پوځ او پولیسو دلته د عملياتو کولو هم ويلي وو. ځايي خلکو مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي چې عمليات باید په داسې شکل وشي چې ملکي وګړي په تکليف نه کړي. دوی د انټرنيټ په بندیدو او ګرځبندیزونو نيوکې کړې وي.

د اپرېل پر ۲۷مه وسلوالو په لکي مروت کې په امنيتي سرتيرو بريد وکړ چې د پوځ په وينا ۷ وسله وال او دري پوځيان په کې وژل شوي ول. تر دې وړاندې پوځ او پولیسو په لکي مروت کې ګډ عملیات کړي وو او دعوه یې کړې وه چې له هغه ځایه یې وسلوال پر شا تمبولي دي.

د "تحریک جهاد پاکستان" په نوم یوې لږې پېژندل شوې وسلوالې ډلې پر ټولنيزو رسنيو په لکي مروت کې د برید ذمه واري منلې وه. همدغې ډلې په سوات کې د پوليسو په مرکز کې د شويو چاودنو ذمه واري هم منلې وه. د اپرېل پر ۲۴مه د سوات په کبل کې د ترهګرۍ مخنيوي پوليسو پر تاڼه په شويو چاودنو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۵۷ ژوبل شوي ول.

پوليس وايي هغه چاودنې د بجلۍ د شارټ سرکټ له وجې شوي او وروسته هلته موجود بارود چاودېدلي دي. خو ځای خلک وايي چې په دې اړه دې رڼې پلټني وشي چې رښتيا هم په ټانه کې دننه د بجلۍ شارټ سرکټ له وجې چاودنې شوي دي او که د ترهګرۍ پېښه وه؟

په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې له هغه وروسته زياتې شوې چې د ۲۰۲۲ز کال په نومبر مياشت کې ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان له حکومت سره اوربند پای ته ورساوه. د اپرېل پر ۲۵مه د پاکستاني پوځ ویاند میجر جنرال احمد شریف چودري په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته ويلي وو چې په روان ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۴۳۶ پېښې شوې چې ۲۹۳ کسان پکې وژل شوي او ۵۲۱ ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG