د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو له مرکزه، "خپل ۲۵ ملګري خوشې کړي" دي


په بنو کې پاکستاني پوځيان - انځور له ارشيفه
په بنو کې پاکستاني پوځيان - انځور له ارشيفه

په خيبر پښتونخوا کې امنيتي چارواکي‌وايي په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په يو مرکز کې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال توانېدلي چې خپل ۲۵ ملګري له زندانه خوشې کړي.

په بنو کې د ترهګرۍ ضد پوليسو (سي ټي ډي) او یو پوځي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د دیسمبر پر ۱۸مه يو بندي وسله وال له ساتونکي پوليس ټوپک په زور واخیست او نور سرتيري یې یرغمال کړ. تر دې وروسته دغه وسله وال خپل نور ملګري له قيدخونو وویستل.

د دغو چارواکو په وينا کله چې د وسله والو لاس ته وسلې ورغلې نو هلته یې ۸ پولیس یرغمال کړل. په همدې حال کې امنيتي ځواکونو عمليات هم کول چې په مهال یې د وسله والو سره په ډزو کې درې سرتيري ژوبل شول.

په دغه وخت کې وسله والو له زندانه ويډيوګانې جوړې او د ټولنيزو رسنيو کاروونکو ته ولېږلې. په يوه ويډيو کې ښکاري‌چې وسله والو د زندان يو چارواکی، صوبیدار میجر خورشید اکرم په زخمي حالت کې له ځان سره کښېنولی او ګواښنه کوي چې که امنيتي ځواکونه د بهر وتلو لار نه ورکوي نو دغه چارواکی او نور اته يرغمال پوځيان به ووژني.

په دې ويډيو کې وسله والو ادعا کوي چې د ترهګرۍ ضد د دې مرکز په بندېخانه کې "۳۵ استشهادي کسان" موجود دي.

د خیبر پښتونخوا وزيراعلی د اطلاعاتو سلاکار، بیریستر محمد علي‌سیف پر ټويټر ليکلي‌چې د ترهګرۍ ضد پولیسو پر مرکز حمله نه ده شوې او امنيتي سرتيرو سيمه محاصره کړې ده. هغه ادعا کړې چې "حالات په بشپړ کنټرول کې دي".

د پاکستان حکومت تحريک طالبان پاکستان کاالعدم وسله والې ډلې سره د تېرې مې میاشتې په اخره کې د نامعلومې مودې لپاره اوربند کړی وو. خو د نومبر پر ۲۹مه، دې ډلې ادعا وکړه چې پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره کړې نو ځکه خپلو وسله والو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا ترهګرې ضد پولیسو د دسمبر په ۱۸مه په خپل یو خپور کړي بیان کې وويل چې په روان کال کې یې د وسله والو پر ضد ۲۵۹۷ عمليات کړي‌چې پکې یې ۷۶۸ مشکوک وسله وال نيولي دي.‌ د بیان ترمخه په دغه یو کال کې پر پولیسو ۲۱۹ بریدونه شوي چې پکې ۱۱۶ پولیس سرتیري وژل شوي او ۱۲۵ نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG