د تورن نوتن لال خپلوان وايي، د پرېکړې ضد د سیند های کورټ ته درخواست کوي. اخوا د هندوانو د حقونو د چارو شورا (پاکستان هندو کونسل) ویلي دي چې په قضیه کې د انصاف غوښتنې نه دي پوره شوي.
په اتلولۍ کې شپږ لوبډلې – ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټډ، لاهور قلندرز، کوټه ګلیډيېټرز، پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز – برخه اخلي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي دي چې واوډا به د کمېشن د فیصلې ضد په سپریم کورټ کې غوښتنلیک دایروي.
عمران خان د فبرورۍ پر شپږمه پر ټوېټر ولیکل چې له چیني ولسمشر سره یې ملاقات "ډېر ښه" وو. دی وايي، دوی د دوه اړخیزه ستراتیژیکو او اقتصادي تعلقاتو پر لا پراخولو او د اقتصادي راهدارۍ د دویم پړاو د چارو پر چټکولو سلا شول.
حکومتي وزیرانو او وزیر اعظم عمران خان په بیا بيا ويلي چې اپوزيشن ګوندونه هیڅ ايجنډا نه لري او د خپلو درغلیو پټولو لپاره دا ډول احتجاجونه او بیانونه ورکوي.
د حکومت مخالف ګوندونو غړو او ټولنیزو فعالانو د شېخ رشید پر دې تازه بیان نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې "حکومت د ترهګرۍ قابو کولو پر ځای د ترهګرو په څېر ویره خپروي."
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي مشال راډیو سره خبرو کې دا د پاکستان کورنۍ مسله وبلله او ویې ویل، هېڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد پر ضد فعالیت وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د سېند صوبې ویاند رویدالله د فبرورۍ پر څلورمه نېټه مشال راډیو ته وویل، په دې پرلت کې به د ملک د نورو برخو نه هم د هغوی ملګري او پخپله د پي ټي اېم مشر منظور پښتین هم ګډون کوي
عمران خان د چین ولسمشر شي جېنپېنګ سره د یوې پټۍ یوه سړک تر نوښت لاندې، په پاکستان کې د سي پیک یا د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژو پر اهمیت خبرې وکړې.
په اسلام اباد کې خبریال او شنونکي طاهر شېراني د فبرورۍ پر درېیمه مشال رېډيو ته وویل چې د ای اېم اېف پروګرام د حکومت مرسته ضرور کوي خو پر ولس د ګرانۍ په صورت کې بوج هم زياتوي.
د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار میر ضیاالله لانګو بیا بالکل انکار کوي چې ګواکې د ډزو پېښه دې شوې وي. نوموړي د فبرورۍ پر دويمه نېټه ویلي چې له قانون سره سم، پر منظور پښتين بلوچستان ته پر ورتګ بندیز دی خو هغه په وار وار له دې حکمه سرغړونه کړې ده.
د پاکستان وفاقي حکومت خوشبینه دی چې د وزیراعظم د دې سفر په پایله کې به د سیپیک پر پروژو کار بیا چټک شي. د لسګونه اربه ډالرو هغو پروژو چارې د کورونا وایرس جهاني وبا او بیا په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو د بریدونو له وجې له خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي.
نور وښیئ