د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې عدالت یوه هندو استاد ته د مذهب سپکاوي په تور د عمر قید سزا اورولې


پاکستان کې وخت په وخت د لږکیو پرضد د مذهب سپکاوي تورونو ضد مظاهرې هم شوې دي - انځور له ارشیفه
پاکستان کې وخت په وخت د لږکیو پرضد د مذهب سپکاوي تورونو ضد مظاهرې هم شوې دي - انځور له ارشیفه

د پاکستان په سیند کې یوه عدالت د اسلام د پیغمبر د سپکاوي په تور یوه هندو استاد ته د عمر قید او ۵۰،۰۰۰ روپیو جرمانې سزا اورولې ده.

خو د تورن نوتن لال خپلوان وايي، د پرېکړې ضد د سیند های کورټ ته درخواست کوي.

د سیند په ګوټکي کې یوه قاضي ممتاز سولنګي د فبرورۍ پر اتمه په خپله پرېکړه کې ویلي چې د لال پرضد جرمونه ثابت شوي دي او سزا به یې د هغه د ګرفتارۍ له ورځې پیلېږي.

دا په سیند کې په وروستیو کې لومړۍ دا ډول پېښه ده چې پکې یو هندو ته د مذهب د سپکاوي په تور سزا اورول کېږي.

د خیبر پښتونخوا په کرک کې یو پولیس د هندوانو د زیانمن شوي زیارت ساتنه کوي - انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا په کرک کې یو پولیس د هندوانو د زیانمن شوي زیارت ساتنه کوي - انځور له ارشیفه

د بشري حقونو سازمانونو او اروپايي ټولنې په بیا بیا ویلي دي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو قانون په ناسم ډول کارېږي او د هغه هېواد پر حکومت یې ټینګار کړی چې قانون ته دې بیاکتنه وکړي او پکې دې بدلونونه وکړي. په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د مرګ د سزا تر څنګ د عمر قید سزا ورکول هم شامل دي.

په هغه هېواد کې د هندوانو د حقونو د چارو شورا (پاکستان هندو کونسل) ویلي دي چې د نوتن لال په قضیه کې د انصاف غوښتنې نه دي پوره شوي.

د شورا مشر او په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف سیاستوال رمېش کمار وانکواني د فبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د عدالتي پرېکړې پرضد سیند های کورټ ته ځي. "تر دې مخکې چې د مذهب د سپکاوي مقدمه دایره شي، باید د پولیسو د اېس پي د کچ [لوړپوړی] افسر یې لومړی پلټنې وکړي ځکه چې د دې ډول مقدمې تر درجېدو وروسته پر عدالتونو ډېر فشار وي. دا هغه څه دي چې د نوتن لال په قضیه کې هم شوې دي. زه دا قضیه له نېږدې څارم او موږ به دا پرېکړه په سیند های کورټ کې چیلېنجوو او هیله لرو چې انصاف به وشي."

د نوتن لال پرضد د مذهب د سپکاوي رپورټ د ۲۰۱۹ز کال د سېپټېمبر پر ۱۹مه د عبدالعزیز خان په نوم یوه کس د سیند د ګوټکي ښار په یوه تاڼه کې درج شوی وو. په رپورټ کې نوموړي ویلي ول چې زوی یې د نوتن لال په شخصي ښوونځي کې زده کړې کوي او ورته یې ویلي ول چې د سکول پرنسیپل نوتن لال چې ټولګي ته ورغی نو "د پیغمبر سپکاوی یې وکړ او ولاړ."

عبدالعزیز خان په رپورټ کې دعوه کړې چې زوی یې دا خبره د دوو ګواهانو محمد نوید او وقاص احمد په مخکې کړې وه.

خو د نوتن لال د تره زوی مهېش کمار د فبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل، په قضیه کې د عدالت ټولې غوښتنې نه دي پوره شوي او پرېکړه د موضوع د حساسیت له وجې تر فشار لاندې اورول شوې ده.

دی وايي، د پېښې "عیني شاهدان" نشته او له "یو او بل څخه یې خبرې اورېدلي او کړې دي."

مهېش کمار همداراز وايي چې هغه کسان چې مدعي عبدالعزیز خان د شاهدانو په توګه یاد کړي، د هغه "ګاونډیان دي."

دی زیاتوي چې په ګوټکي ښار کې د هندوانو ټولنه او په ځانګړي ډول د ده کورنۍ له ویرې او فشار سره مخامخ ده او دا چې قضیه د لوړپوړي افسر پر ځای د ټیټې سطحې یوه پولیس افسر څېړلې چې "دا د قانون خلاف کار دی."

تر اوسه چې څومره پېښې هم شوې دي، موږ ګورو چې صحیح پلټنې یې نه کېږي او دا هم ده چې خلک یا مذهبي ډلې دا قانون د خپلو شخصي موخو لپاره کاروي یا ورباندې خپلې شخصي لانجې هوارول غواړي.
طاهر حسن خان

خو د ګوټکي پولیس دا تور ردوي او وايي، پېښه د ۲۰۱۹ز کال په سېپټېمبر کې هغه مهال شوې چې نوتن لال په یوه ټولګي کې د اردو ژبې درس ورکاوه او د سبق تر ختمېدو وروسته د کلاس یو زده کوونکی د اسلامیاتو ښوونکي ته ورغی او پر لال یې د اسلام د پیغمبر د سپکاوي تور پورې کړ.

پولیس وايي، استادانو هڅه وکړه چې مسله حل کړي خو هغه زده کوونکي، چې نوم یې نه دی یاد شوی، لومړی په خپل کور کې پلار ته د پېښې کیسه کړې او بیا یې پر فېسبوک هم خپره کړې.

د پولیسو په وینا، د سیمې خلکو د پېښې ضد احتجاج کړی وو او یوې ډلې د نوتن لال د شخصي ښوونځي پر ودانۍ حمله وکړه او هلته یې سامانونو ته زیان ورساوه. تر دې وروسته یوې بلې ډلې په ګوټکي کې د سايين ساد رام په نوم پر یوه مندر هم حمله کړې وه او ورته یې زیان رسولی وو. د دې په غبرګون کې د سیند صوبايي حکومت هلته نور پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري استولي ول چې وضعیت کنټرول کړي.

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا کمېشن هم هغه مهال د نوتن لال د ګرفتارۍ خبر خپور کړی وو.

په کراچۍ کې شنونکی او خبریال طاهر حسن خان وايي، د مذهب سپکاوي موضوع خورا حساسه ده او په کار دې چې پارلېمان د مجازاتو یا سزاګانو د قانون په اړه کار وکړي. "تر اوسه چې څومره پېښې هم شوې دي، موږ ګورو چې صحیح پلټنې یې نه کېږي او دا هم ده چې خلک یا مذهبي ډلې دا قانون د خپلو شخصي موخو لپاره کاروي یا ورباندې خپلې شخصي لانجې هوارول غواړي. نو باید پارلېمان پر دې کار وکړي او که یو کس له دې قانون سره سم پر چا ناسم تورونه پورې کوي، باید د دې هم یوه سزا وي."

خو د پاکستان حکومت د مذهب د سپکاوي د قانون کلکه دفاع کوي او د بشري حقونو د سازمانونو او بهرنیو هېوادونو غوښتنې یې رد کړې دي. حکومت وايي، د بهرنیو هېوادونو په وینا په خپلو قوانینو کې بدلونونه نه کوي. البته د پاکستان بېلابېلو حکومتونو په قانون کې د بدلون هڅې کړې دي، خو د مخالفتونو له وجې یې دا کار نه دی کړی.

په پاکستان کې د امنیتي مطالعاتو او څېړنې په نوم د یوه مرکز (سېنټر فار ریسرچ اېنډ سېکیورټي سټډیز) په وینا، د ۲۰۲۱ز کال تر پای پورې په هغه هېواد کې د ۱،۴۱۰ کسانو پرضد د مذهب سپکاوي مقدمې درج دي. مرکز وايي، په پاکستان کې بلوه ګرو تر اوسه ۳۵ کسان د مذهب د سپکاوي په تور وژلي دي.

د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا نړیوال کمېشن له اټکل سره سم، د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا ۴۰ کسان بندیان دي چې عدالتونو ورته د دین د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې ده خو په هغه هېواد کې تر اوسه هېڅ یو کس ته په دې تور د مرګ سزا نه ده ورکړل شوې.

د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د پاکستان له شاوخوا ۲۰۸ مېلیونه ابادۍ څخه یې دوه فیصده هندوان دي چې زیاتره یې د سیند په کلیوالو سیمو کې اوسي.

XS
SM
MD
LG