د لاسرسي ځای

تازه خبر

شي جېنپېنګ وايي له پاکستان سره تعلقات لا پراخوي


چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ وايي له وزیراعظم عمران خان سره یې په لیدو کې د دوه اړخیزه اړیکو د لا پراخولو هوډ وښود - انځور له ارشیفه
چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ وايي له وزیراعظم عمران خان سره یې په لیدو کې د دوه اړخیزه اړیکو د لا پراخولو هوډ وښود - انځور له ارشیفه

د چین ولسمشر شي جېنپېنګ په بیجنګ کې له پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره په ملاقات کې له هغه هېواد سره د همکارۍ د لا زیاتولو هوډ ښوولی دی.

د چینايي سرکار ملاتړ لرونکي د کمونیسټ ګوند ورځپاڼې ګلوبل ټایمز ویلي چې دواړو مشرانو د فبرورۍ پر شپږمه له یو بل سره ولیدل.

ورځپاڼې د ولسمشر شي جېنپېنګ له خولې لیکلي چې د چین پاکستان اقتصادي لار (سیپیک) په چوکاټ کې به همکاري لا زیاتوي او د پاکستان په بېخبنايي (انفراسټرکچر) پروژو کې به پانګونه وکړي.

ورځپاڼې د ولسمشر شي له خولې زیاته کړې چې د پاکستان او چین ستراتیژیکې اړیکې په "بدلېدونکې نړۍ کې زیات اهمیت" لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د چین په پلازمېنه بیجنګ کې د ژمنیو اولمپېک لوبو په پرانیستغونډه کې د ګډون او له چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره په څلور ورځني سفر چین ته ورغلی وو.

نوموړي د فبرورۍ پر شپږمه پر ټوېټر ولیکل چې له چیني ولسمشر سره یې ملاقات "ډېر ښه" وو.

د عمران خان په وینا، دوی د دوه اړخیزه ستراتیژیکو او اقتصادي تعلقاتو پر لا پراخولو او د اقتصادي راهدارۍ د دویم پړاو د چارو پر چټکولو سلا شول.

د پاکستان وفاقي حکومت د فبرورۍ پر درېیمه بیجنګ ته د عمران خان د روانېدو پر مهال هیله ښوولې وه چې د وزیراعظم د دې سفر په پایله کې به د سیپیک د پروژو چارې بیا چټکې شي.

د لسګونه اربه ډالرو هغو پروژو چارې د کورونا وایرس جهاني وبا او بیا په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو د بریدونو له وجې له خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي.

په سیپیک کې د چین له غربي سېنکیانګ (شېنګجیانګ) ولایته د پاکستان په جنوب غرب کې تر ګوادره د لویو لارو او د هغو په اوږدو کې د کاروباري مرکزونو جوړول، د اورګاډي پټلۍ غځول، په ګوادر کې د بندر او هوايي ډګر تعمیر، د پاکستان دننه د صنعتونو پرانیستل، د کرنې د څانګې پرمختګ او د معدنیاتو استخراج پروژې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG