د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن سېنېټر فیصل واوډا د پارلېمان له څوکۍ نااهله کړ


انتخاباتي کمېشن واوډا ته امر کړی چې د وزیر او د پارلېمان غړي په توګه دې اخیستې تنخاګانې حکومت ته ستنې کړي - انځور له ارشیفه
انتخاباتي کمېشن واوډا ته امر کړی چې د وزیر او د پارلېمان غړي په توګه دې اخیستې تنخاګانې حکومت ته ستنې کړي - انځور له ارشیفه

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د واکمن تحریک انصاف یو سیاستوال او سېنېټر فیصل واوډا د پارلېمان څوکۍ لپاره نااهله کړی دی.

کمېشن د فبرورۍ پر نهمه په بیان کې ویلي چې واوډا د خپل غبرګ تابعیت یا شهریت په اړه "ناسمه تصدیقنامه" دایره کړې وه نو ځکه یې نااهله کوي.

د انتخاباتو کمېشن واوډا ته امر کړی دی چې په دوو میاشتو کې دې د پارلېمان د غړي او وزیر په توګه اخیستې تنخاګانې او مراعات حکومت ته ستانه کړي. نوموړی اوسمهال د پاکستان د اوبو د سرچینو چارو وزیر دی. انتخاباتي کمېشن همداراز، خپل هغه بیان هم بېرته اخیستی دی چې پکې یې تېر کال د سېنېټر په توګه د نوموړي بریا تایید کړې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي دي چې واوډا به د کمېشن د فیصلې ضد په سپریم کورټ کې غوښتنلیک دایروي.

نوموړي د فبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د واوډا د نااهلۍ پرېکړه واکمن تحریک انصاف ګوند ته "ټکان" نه دی ورکړی.

فیصل واوډا د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې له کراچۍ څخه د قامي اسمبلۍ استازی منتخب شوی وو. په ۲۰۲۰ز کال کې یوه قانونپوه میا فیصل په اسلام اباد های کورټ کې درخواست دایر کړی وو او پکې یې ویلي ول چې واوډا خپل غبرګ شهریت پټ ساتلی نو ځکه دې د پارلېمان څوکۍ لپاره نااهله شي.

اسلام اباد های کورټ هغه مهال نوموړي ته وویل چې په دې اړه سپیناوی وکړي، خو واوډا د عدالت د څو امرونو باوجود ځواب نه وو ورکړی. واوډا د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د قامي اسمبلۍ له څوکۍ څخه استعفا ورکړه او بیا د سېنېټ غړی منتخب شو.

د هغه وکیل هغه مهال ویلي ول چې واوډا د قامي اسمبلۍ له څوکۍ استعفا ورکړې نو ځکه یې پرضد د غبرګ شهریت قضیه نور نه شي چلېدای.

خو تر هغې وروسته، های کورټ په خپل امر کې وویل چې واوډا د خپل شهریت په اړه ناسمه تصدیقنامه دایره کړې او انتخاباتي کمېشن دې د اساسي قانون له ۶۲مې مادې د لومړي شق له اېف برخې سره سم د هغه پروړاندې اقدامات وکړي.

د پاکستان د اساسي قانون هغه برخه وايي چې د پارلېمان د غړي منتخبېدو لپاره د نوماندانو "صادق او امین" کېدل اړین دي.

انتخاباتي کمېشن د های کورټ له امر سره سم قضیه پرمخ یوړه. د واوډا وکیل په وروستۍ اورېدنه کې د هغه د زېږون سند (سرټېفېکټ) انتخاباتي کمېشن ته ورکړ چې پکې راغلي چې واوډا د امریکا په کیلېفورنیا کې زېږېدلی وو او په دې ډول د هغه هېواد تابعیت لري. تر هغې وروسته کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې د هغه د نااهلۍ په اړه خپله فیصله محفوظه کړې وه.

XS
SM
MD
LG