په بريد کې ۶۲ ولسي وګړي وژل شوي او تر ۱۸۵ زیات ژوبل ول.
د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر پينځمه نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو مشرانو د ټېلېفون له لارې خبرې وکړې.
دې پاریس مېشته ادارې د مارچ پر څلورمه د خپلې پرلیکه ( ان لاین) غونډې په پای کې ویلي،چې پاکستان په ورکړل شوي لېسټ کې لا هم دوه نکاته نه دي پوره کړي نو ځکه یې پرېکړه کړېده چې دم ګړۍ ته دغه هېواد په خړ یا ګری لسټ کې وساتي.
وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکو او منصفانه انتخاباتو له لارې واک ته رسېدلی او خپله پینځه کلنه دنده پوره کوي. نوموړی همداراز وايي چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کېږي.
عمران خان د مارچ پر درېیمه په اسلام اباد کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایېف سره تر لیدو وروسته په ګډه خبري غونډه کې دا هم وویل چې هڅه کوي چې د افغانستان د کنګل شتمنیو د ازادولو هڅې کوي.
پولیسو ویلي دي چې د پرلت له وجې یې د هېچا ضد مقدمه نه ده جوړه کړې او مظاهرچیانو ته یې ویلي چې خپل احتجاج دې د اسلام اباد تر پرېس کلبه محدود وساتي.
د وزیراعظم عمران خان د مذهبي چارو سلاکار طاهر اشرفي د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې د خلکو له خوا د "مذهب سپکاوي" په تور د وژنو او نورو مذهبي کرکو او شخړو د مخنيوي لپاره دوی د پاکستان پر کچ د کمېټيانو پر جوړولو کار پیل کړی دی.
د قايداعظم پوهنتون زده کوونکيو د مارچ پر لومړۍ نېټه احتجاج کاوه چې دا مهال ورباندې پولیسو تشدد وکړ چې پکې ځينې ګډونوال ټپیان شول.
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضيو څېړلو کمېشن جوړ کړ چې په بیا بیا يې ويلي، هغه کسان چې وموندل شي او ستانه شي، هېڅکله د خپلو تښتونکو په اړه معلومات نه ورکوي او نه وايي چې ولې تښتول شوي ول او څه ورسره پېښ شول؟
اسلام اباد های کورټ د کم عمرۍ د ودونو مخنیوي لپاره حکومت ته د قانون جوړونې سپارښتنه پر داسې مهال کړې چې په پاکستان کې یوشمېر دیني عالمانو په تېرو وختونو کې د واده لپاره د عمر د حد لوړولو مخالفت کړی دی.
نور وښیئ