په منډي بهاوالدین کې جلسې ته د وینا پرمهال وزیراعظم عمران خان زیاته کړه د اپوزیشن ګوندونو مشران ځکه د هغه خلاف د عدم اعتماد تحریک اسمبلۍ ته راوړل غواړي چې په دې توګه پر حکومت فشار واچول شي چې د هغوی (د اپوزیشن د مشرانو ) پر ضد د درغلیو د روانو مقدمو مخه ونیسي.