دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د فبرورۍ پر ۱۶مه د فیصل واوډا د سېنېټ پر خالي شوې څوکۍ د ټاکنو اعلان وکړ.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر فواد چودري د فبرورۍ ۱۶مې پر ماخوستن شخصي ټېلېوېژن اې ار وای نیوز ته وویل، که یو کس چا ته پر ټېلېوېژن "ښکنځلې وکړي نو مقابل لوری به په ځواب کې څه کوي؟ په ډزو خو یې نه شي ویشتلی، یوازې له قانونه به مرسته غواړي."
د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب د فبرورۍ پر ۱۴مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې له پولیسو او د زندان له چارواکو یې معلومات اخیستي او علي وزیر ته عدالت په یوه مقدمه کې ضمانت ورکړی خو په بله کې یې ضمانت نه دی شوی.
فيصل واوډا د کمېشن د پرېکړي ضد اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړ چې ورباندې عدالت خپله فيصله خوندې کړې ده.
د پاکستان حکومت د محمد وسیم د خوشې کېدو پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او دا روښانه نه ده چې حکومت به د عدالتي فیصلې پرضد قانوني اقدامات کوي او که نه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د فبرورۍ په ۱۲ مه ناوخته د پرلت په اړه په یو ویډیويي پېغام کې پر ولس غږ کړی چې په دې پرلت کې برخه واخلي.
د فبرورۍ پر ۱۱مه، د زده کوونکیو د اتحادیو د بحالۍ بیل د قانون د قایمه کمېټۍ لخوا تر منظورۍ وروسته، د پاکستان پیپلز ګوند غړي پير مجیب الحق صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړ چې د حکومتي غړو سربېره د اپوزیشن غړو هم په ګډه منظور کړو.
په لاهور کې د دغه تحریک د مشرانو له یوې غونډې وروسته مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ د ۱۱مې نېټې په شپه ناوخته يوې خبري غونډې ته وویل چې دوی به په دې لړ کې په حکومت کې شاملو اتحادي ګوندونو سره هم رابطه کوي.
نور وښیئ