د پاکستان وفاقي حکومت خوشبینه دی چې د وزیراعظم د دې سفر په پایله کې به د سیپیک پر پروژو کار بیا چټک شي. د لسګونه اربه ډالرو هغو پروژو چارې د کورونا وایرس جهاني وبا او بیا په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو د بریدونو له وجې له خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي.