د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت یوشمېر ولایتونو کې د ورښتونو له وجې د نورو سېلابونو خبرداری ورکړی دی


په بغلان ولایت کې سېلابونو ګڼ کورونه ړنګ او زیانمن کړي دي - د مې ۱۱مې انځور.
په بغلان ولایت کې سېلابونو ګڼ کورونه ړنګ او زیانمن کړي دي - د مې ۱۱مې انځور.

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په شمال کې د بغلان په شمول په یوشمېر ولایتونو کې د نورو سختو ورښتونو اټکل او له وجې یې سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ریاست د مې پر ۱۱مه شپې مهال په بیان کې وویل چې د مې پر ۱۲مه په بغلان، بدخشان، تخار، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار کې د باران له وجې د سېلاب امکان دی.

بیان زیاتوي چې په هغو ولایتونو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي میټرو پورې د ورښتونو اټکل دی.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي چې په بغلان کې د مې ۱۰مې تر باران وروسته په سېلابونو کې تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې (ای او اېم) د مې پر ۱۱مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې یوازې په نوي بغلان کې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او سېلابونو شاوخوا ۱،۵۰۰ کورونه ړنګ یا زیانمن کړي دي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مې پر ۱۲مه بغلان ته تللی او هلته یې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره لیدلي دي.

د هغه دفتر پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې په ورښتونو او سېلابونو کې خلکو ته "درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي" دي خو د وژل شویو او ژوبلو کره شمېر یې نه دی ښوولی.

په بیان کې راغلي دي چې برادر په بغلان، تخار، بدخشان، فاریاب او غور ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره د بېلابېلو وزارتونو د سرې میاشتې ادارې کمېټۍ جوړې کړې دي.

بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت ټولو زیانګالو ته "ژرترژره مرستې" رسوي او عادي حالت ته د هغوی د ژوند تر ګرځولو پورې ورسره مرستو ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد هم په بیان کې ویلي ول چې په بغلان، بدخشان، غور او هرات کې سېلابونو "لسګونه" کسانو ته مرګژوبله اړولې خو کره شمېر یې نه وو ښوولی.

په لومړنیو راپورونو کې راغلي ول چې سېلابونو تر ټولو زیات بغلان ولایت ځپلی دی خو د طالبانو د حکومت چارواکو وروسته وویل چې په بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې هم لوی زیان اوښتی دی.

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې خلکو وژل شوي کسان خاورو ته وسپارل - د مې ۱۱مې انځور.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې خلکو وژل شوي کسان خاورو ته وسپارل - د مې ۱۱مې انځور.

په همدې حال کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (انټرنیشنل رېسکیو کمېټي یا ای ار سي) د مې پر ۱۱مه په يوه خبرپاڼه کې پر نړیوالو مرستندويه سازمانونو غږ کړی دی چې ژرترژره له سېلاب ځپلو افغانانو سره مرستو ته حاضر شي.

هغې ادارې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید افغانان هېر نه کړي ځکه چې دمګړۍ هغوی تر بل هر وخت مرستو ته زياته اړتیا لري.

د بغلان یوشمېر اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي دی چې سېلاب خورا لوی وو او د ولایت بېلابېلې برخې او ولسوالۍ یې زښتې اغېزمنې کړې دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د مې پر ۱۱مه د ولایت په بېلابېلو برخو کې خلکو په سېلابونو کې د وژل شویو جنازې وکړې او مړي یې خاورو ته وسپارل.

د اژانس په خبره، د سېلابونو له وجې ګڼې کورنۍ بې کوره شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په اپرېل کې هم په افغانستان کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې شاوخوا ۸۰ تنه ووژل او لسګونه ژوبل شول.

دا راز، د سېلابونو او بارانونو له وجې سلګونه کورونه او زرګونه هیکټره کرنیزه ځمکه له فصلونو سره ویجاړه شوه او سلګونه څاروي هم ووژل شول.

په اپرېل کې په پاکستان کې هم د ورښتونو او سېلابونو پر مهال تر ۱۴۰ زیات کسان ووژل شول. چارواکي وايي چې بارانونو او سېلابونو د هغه هېواد خیبر پښتونخوا صوبه تر ټولو زیاته ځپلې ده.

په افغانستان کې سږ کال بې وخته بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د مرګژوبلې تر څنګ لوی مالي تاوانونه واړول او د خلکو کرنیزې ځمکې او فصلونه یې خراب کړل.

د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د سېلابونو له وجې ګڼ خلک بې کوره شوي دي - د مې ۱۱مې انځور.
د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د سېلابونو له وجې ګڼ خلک بې کوره شوي دي - د مې ۱۱مې انځور.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې د اب و هوا بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی.

ملګري ملتونه او څېړنیزې ادارې په افغانستان کې د هغو ناورینونو لوی لامل د اب و هوا بدلون بولي.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه نړیواله غونډه شوې وه.

د غونډې په پای کې ملګرو ملتونو وویل چې افغانان د اقلیمي بدلون له ویجاړوونکو ګواښونو سره مخامخ دي.

بیان وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په قطار کې پر شپږم ځای دی چې د اب و هوا بدلون اغېزمن کړي دي.

په بیان راغلي ول چې افغانستان "وار له مخه له پرلپسې طبیعي ناورینونو سره مخامخ دی چې د خلکو ژوند، معیشت، کورونو او زېربنا ته یې زیان رسولی دی."

XS
SM
MD
LG