د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منظور پښتین پر قافلې د ډزو د پېښې پرضد احتجاجونه شوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ملاتړو د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر درېیمه په کراچۍ کې مظاهره وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ملاتړو د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر درېیمه په کراچۍ کې مظاهره وکړه.

د فبرورۍ پر څلورمه د پېښور او کوټې په ګډون د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په یوشمېر سيمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پښتين پر قافلې د ډزو او د غورځنګ د يو مخکښ نور باچا د ژوبلېدو د پېښې پرضد مظاهرې شوي دي.

تر دې وړاندې د فبرورۍ د دويمې پر شپه او د فبرورۍ پر درېيمه د بلوچستان په يوشمېر سيمو او د سيند په مرکز کراچۍ ښار کې هم مظاهرې وشوې او د پي ټي اېم پر قافلې د ډزو د پېښې غندنه وشوه.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين د فبرورۍ پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې غورځنګ د ژوب د ډزو د پېښې ضد د فبرورۍ پر څلورمه د پاکستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې کوي.

د منظور پښتین پر قافلې د ډزو د پېښې پرضد کراچۍ کې مظاهره شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

اخوا د بلوچستان حکومت وايي، په سیمه کې د ډزو هېڅ پېښه نه ده شوې او زیاتوي چې پر پښتین هغې صوبې ته پر ورتګ بندیز دی خو هغه له دې حکمه سرغړونې کړې.

د منظور پښتين پر قافله ډزې د فبرورۍ پر دویمه له ژوب سره نېږدې په سوړه سيمه کې هغه مهال وشوې چې هغه په کلا سیف الله کې له خپلو ملګرو سره د غورځنګ د پخواني مخکښ غړي محمد ابراهیم ارمان لوڼي د درېیم تلين تر لمانځغونډې وروسته د خيبر پښتونخوا پر لوري روان وو.

د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر دویمه د پي ټي اېم ګڼو ملاتړ په کلا سیف الله کې د ارمان لوڼي په تلین کې ګډون وکړ.
د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر دویمه د پي ټي اېم ګڼو ملاتړ په کلا سیف الله کې د ارمان لوڼي په تلین کې ګډون وکړ.

ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر دویمه په بوري (لورالایي) کې تر يوې مظاهرې لږ ساعت وروسته په مبينه ډول د پوليسو په تشدد کې وژل شوی وو. خو د بلوچستان صوبايي حکومت هغه مهال د لوڼي تر مړینې وروسته د طبي معاینو د رپورټ پر اساس ویلي ول چې نوموړی د زړه د حملې له وجې مړ شوی وو.

له ژوب سره نېږدې څه پېښ شول؟

پښتین وايي، د دوی پر ګاډې د امنيتي ځواکونو غړو ډزې وکړې چې پکې يوه مرمۍ له ده سره په څنګ کې ناست د پي ټي اېم د بلوچستان څانګې د مشر نور باچا په لاس کې ولګېده. "امنيتي ځواکونه له کلا سيف الله څخه راپسې ول. يو ځای دوی زموږ له موټر سره د موټر جنګولو کوښښ وکړ خو موږ موټر کچه سړک ته وغورځاوه او دوی لومړی هسې ډزې وکړې خو چې موږ موټر ودراوه نو راباندې يې مخامخ ډزې پیل کړې او وروسته چې موږ وشمېرلې نو موټر ۱۷ مرمۍ" لګېدلی وو.

پښتین وویل، د نور باچا روغتیايي حالت اوس ښه دی.

منظور پښتین: ارمان لوڼی د وطن نه هېرېدونکی تاریخ دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00

د پي ټې اېم مشر دعوه وکړه چې په موټر کې په ساده جامو کې یو کس ناست وو چې وروسته دوی معلومه کړه چې له استخباراتي ادارې (ای اېس ای) سره يې تړاو وو. پښتین تور پورې کړ چې هم هغه کس سرتېرو ته د ډزو کولو لارښوونه کړې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ملاتړو د پېښې ویډیو په ژوندۍ بڼه پر فېسبوک ښووله چې نور باچا په په زخمي حالت کې روغتون ته د وړلو لپاره موټر ته اچول کېږي او منظور پښتين له يو چارواکي سره خبرې کوي. پر دې مهال پوليس هم ليدل کېږي چې هغه او د پي ټي اېم د احساساتي ملګري یو بل ته په غوسه ویناګانې کوي.

حکومتي دریځ

د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار میر ضیاالله لانګو بیا بالکل انکار کوي چې ګواکې د ډزو پېښه دې شوې وي.

نوموړي د فبرورۍ پر دويمه نېټه تر پېښې وروسته په کوټه کې د امریکا غږ ډیوه رېډيو خبريال حفیظ الله شېراني ته په مرکه کې ویلي چې له قانون سره سم، پر منظور پښتين بلوچستان ته پر ورتګ بندیز دی خو هغه په وار وار له دې حکمه سرغړونه کړې ده.

منظور پښتين د خپلې رويې سمولو پر ځای په وار وار بلوچستان ته راځي او ریاست د خلکو او خلک د ریاست پرضد پاروي نو ځکه پر ده بندیز لګېدلی دی.
میر ضیاالله لانګو

لانګو وايي، د پي ټي اېم مخکښه غړي او مشران "د پاکستان وګړي دي او د پاکستان ايين او قانون مني. له قانون سره سم، هر حکومت، هر ځای د يو وګړي پر ورتګ بندیز لګولای شي. پر تاسې بندیز لګېدلی دی نو پکار ده له حکومت سره مرسته وکړئ او خپله رويه بدله کړئ. خو منظور پښتين د خپلې رويې سمولو پر ځای په وار وار بلوچستان ته راځي او ریاست د خلکو او خلک د ریاست پرضد پاروي نو ځکه پر ده بندیز لګېدلی دی. کله چې هغه [د فبرورۍ پر دویمه] بندیز مات کړ نو حکومت خو به خپله عملداري هرومرو پرځای کوي. نو ده ته وويل شو چې تاسې بندیز مات کړی دی. ده ته له صوبې په درناوي سره د وتلو وړاندیز وشو. له ده سره نه زور شوی، نه ډزې او نه هم څه بل ناسم کار شوی دی."

بلوچستان او کراچۍ کې احتجاجونه

د منظور پښتين پر قافلې تر بريد وروسته دا خبر خپور شو چې د غورځنګ درې نور مخکښان ادريس پښتين، بلال خان او زابل خان ورک دي چې تر دې وروسته پښتين او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشرانو په ژوب، لورالايي او کوټه کې مظاهرې وکړې او احتجاجي پرلتونه یې ووهل. خو بیا څو ساعته وروسته مظاهرې ختمې شوې او منظور پښتين په يوه قافله کې خيبر پښتونخوا ته ورسول شو.

دوی به ویل چې تاسې د ملک دښمنان او د ریاست مخالفان یاست، خو ما ورته وويل چې موږ د رياست خلاف نه یو، تاسې زموږ جلسې وګورئ چې پکې د ايين او قانون خبرې کوو.
ادریس پښتین

ادريس پښتين تر خوشې کېدو وروسته وویل چې دوی د "استخباراتي ادارو" کسانو له خپل موټره ښکته کړل او په خپل ګاډي کې يې کښېنول.

ده د فبرورۍ پر درېيمه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې هغو کسانو دوی "ووهل" او په سترګو یې ټوټه ورتړلې وه. "تر پینځو، شپږو ساعتونو پورې زموږ په سترګو پټۍ تړل شوې وې. دوی به ویل چې تاسې د ملک دښمنان او د ریاست مخالفان یاست، خو ما ورته وويل چې موږ د رياست خلاف نه یو، تاسې زموږ جلسې وګورئ چې پکې د ايين او قانون خبرې کوو."

له ژوب سره نېږدې د شوې پېښې پرضد عوامي نېشنل پارټۍ د فبرورۍ پر درېيمه نېټه په هرنايي او کوټه کې احتجاجي جلسې وکړې. د دې ګوند د بلوچستان جنرل سېکرټري محبت کاکا مشال راډيو ته وويل چې د منظور پښتين پر قافله بريد غندي نو ځکه يې مظاهرې کړې دي.

د دې ترڅنګ د فبرورۍ پر درېیمه د بوري (لورالايي)، ژوب، موساخېلو او شېراني سیمو وکيلانو هم د پېښې پرضد د احتجاج په توګه له عدالتونو بايکاټ کړی وو. اخوا په کراچۍ کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ملاتړو د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه.

د منظور پښتین په مشرۍ د شمالي او جنوبي وزیرستانونو په ګډون د پاکستان له بېلا بېلو سیمو څخه فعالانو د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې په اسلام اباد کې د پښتنو په سیمو کې په قبایلي ضلعو کې د ځمکلاندې بمونو پاکولو، پر امنیتي پوستو د خلکو د نه ځورولو او د ورکو کسانو د موندلو او عدالت ته د وړاندې کولو د غوښتنو تر څنګ په پاکستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ۱۰ ورځنی پرلت وهلی وو. د هم هغې احتجاجي ناستې پرمهال پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شو.

د پاکستان حکومت او پوځ ویلي دي چې د پي ټي اېم یوشمېر غوښتنې جایزې دي او د پوره کولو هڅې یې کوي. پوځ وايي، په قبایلي سیمو کې یې د ماین پاکۍ بهیر ته دوام ورکړی، د امنیتي پوستو شمېر یې کم کړی او همداراز د ناامنیو مخنیوي لپاره یې عملیاتو ته هم دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG