د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم د علي وزير د راخوشې کولو لپاره د فبرورۍ پر ۱۳مه کراچۍ کې د پرلت اعلان کړی


له یوه کال نه زیاته موده کېږي چې له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د کراچۍ په زندان کې دی: د ارشیف انځور
له یوه کال نه زیاته موده کېږي چې له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د کراچۍ په زندان کې دی: د ارشیف انځور

پښتون تحفظ موومنټ اعلان کړی چې د علی وزیر د راخوشې کېدو غوښتنې لپاره به د فبرورۍ پر ۱۳مه د سېند اسمبلۍ مخې ته احتجاج کوي.

له یوه کال نه زیاته موده کېږي چې له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د کراچۍ په زندان کې دی.

نوموړی د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه پوليسو په پېښور کې نيولی او وروسته یې سند صوبې ته لېږلی و. پر علي وزیر تور دی چې د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر پرشپږمه، د کراچۍ په سهراب ګوټ کې یې د ریاست ضد خبرې کړې وې خو نوموړی دغه تور ردوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د سېند صوبې ویاند رویدالله د فبرورۍ پر څلورمه نېټه مشال راډیو ته وویل، په دې پرلت کې به د ملک د نورو برخو نه هم د هغوی ملګري او پخپله د پي ټي اېم مشر منظور پښتین هم ګډون کوي. نوموړی وايي، هغوی د سیند حکومت خلاف ځکه پرلت غځوي چې د علي وزیر خلاف مقدمې د دغه حکومت په اجازت لګول شوي دي.

بخوا د کراچۍ په یوه عدالت کې د فبرورۍ پر څلورمه، د جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د مقدمې اورېدنه وشوه.

د مقدمې له اورېدنې وروسته د علي وزیر وکیل قادر خان ایډوکیټ مشال رېډیو ته وویل چې سپریم کورټ د علی وزیر د ضمانت منظوري وار له مخه ورکړې ده چې له طریقه کار سره سم یې د ترهه ګرۍ ضد عدالت ته کاپي لېږلې ده. هغه وايي، عدالت باید د هغه کاپۍ تصدیق وکړي چې دوه میاشتې وشوې تر اوسه سپریم کورټ نه ده تر لاسه کړې. نو ځکه ورته ویل شوي چې هغه کاپي دې ورته د فېکس په ذریعه و لیږي.

د علي وزیر مدافع وکیل د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د کیس د اورېدنې پر مهال د پولیسو دوه سرتېري هم د ګواهۍ لپاره حاضر شول. د نوموړي په وینا د پولیسو ګواهانو په خپلو بیانونو کې ویلي، د ۲۰۲۰ کال د ډېسېمبر پر شپږمه په سهراب ګوټ کې د پشتون ژغورنې غورځنګ کومه جلسه کېده نو هغوی هلته موجود وو. قادرخان ایډوکیټ وايي، دغو پولیس سرتېرو ویلي، دا چې هغوی په پښتو ژبه نه پوهېږي نو نشي ویلی چې علي وزیر به په خپلو خبرو کې څه ویلي وي.

له علي وزیر سره په جلسه کې شامل د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۳۳ نورو کسانو خلاف مقدمې درج شوې وې چې هغوی پر ضمانت خوشې شوي دي. د علي وزیر ضمانت د تېر کال په نومبر کې د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ منظور کړی و.

XS
SM
MD
LG