د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېخ رشید: راتلونکو ورځو کې د وسله والو فعالیتونه زیاتېدای شي


شېخ رشید د وسله والو فعالیتونو زیاتېدو په اړه خبرداری د فرورۍ پر ۵مه نېټه د پنجاب په راولپنډۍ کې ولسي غونډې ته په وینا کې ورکړی دی. (انځور له ارشیفه)
شېخ رشید د وسله والو فعالیتونو زیاتېدو په اړه خبرداری د فرورۍ پر ۵مه نېټه د پنجاب په راولپنډۍ کې ولسي غونډې ته په وینا کې ورکړی دی. (انځور له ارشیفه)

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي چې په راتلونکو ورځو کې په ملک کې د وسله والو فعالیتونه نور هم زیاتېدای شي.

نوموړي دا خبره د فبرورۍ پر پینځمه نېټه د پنجاب په راولپنډۍ کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید تر دې تازه څرګندونو وړاندې د فبرورۍ پر درېمه نېټه د کورنیو چارو وزارت د بلوچستان په نوشګي او پنجګور کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په یادونې کولو سره د ټولو صوبو چارواکو او امنیتي ادارو ته یو لیکل شوی امنیتي خبرداری هم جاري کړی وو.

دا له هغه وروسته ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان او په ځانګړې توګه بلوچستان صوبه کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

د حکومت مخالف ګوندونو غړو او ټولنیزو فعالانو د شېخ رشید پر دې تازه بیان نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې "حکومت د ترهګرۍ قابو کولو پر ځای د ترهګرو په څېر ویره خپروي."

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي ویاند او پخواني سېنېټر زاهد خان وايي دوي له تېرو دوو کلونو په بیا بیا دا چغه وهلې ده چې وسله وال بیا د منظم کېدلو په حال کې دي.

د زاهد خان په وینا، دوی دا هم په ډاګه ویلي چې د ترهګرۍ پرضد پر نېشنل اېکشن پلان سم عمل نه دی شوی.

دی وايي، "د ترهګرۍ ضد قومي تګ لاره باندې عمل ونه شو، بیا د پالیسیو جوړولو فايده څه ده چې عمل پرې نه کېږي؟"

زاهد خان زیاته کړه، ایا د ترهګرو چې کوم سهولت کار یا مرسته کوونکي دي نو د هغوي پرضد څه ګامونه پورته شوي دي او که نه؟

د ده په وینا، اوس چې په ملک کې څه روان دي هغه د هم دې ناسمو تګلارو پایله ده.

د سیاسي چارو شنونکی او لیکوال ډاکټر خادم حسېن وايي د حکومتي چارواکو لخوا چې د وسله والو په ګټه د فعالیتونو د زیاتېدلو کوم بیانونه ورکول کیږي ، له دې سره به د وسله والو تنظیمونو بیانیه او فعالیتونه مخ په وړاندي ځي. "ویره تره خپرول خو د ترهګرو بیانیه ده نو د دې پر ځاي حکومت او ریاست له پکار ده چې د ترهګرۍ ضد یوه بیانیه جوړه کړي، او د ترهګرۍ چې کوم بېلا بېل ډول عملیات او جوړښتونو د ختمولو لپاره څه پلان جوړ کړي او هغه د عملي کولو لپاره پارلېمان ته راوړي."

بلې خوا ته د خېبر پښتونخوا د قبايلي ضلعو مدني فعالان او سیاستوال پر دې خبره د اندېښنو څرګندونه کوي چې په یادو سیمو کې پر بېلا بېلو پوځي عملیاتو سربېره هم په قبايلي سیمو او خېبر پښتونخوا کې پر ولس ، پولیس، او پوځ وخت پر وخت بریدونه کیږي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د ولس استازی میر کلام وزیر وايي "د پوځي عملیاتو په ترڅ کې په بېلا بېلو ډولونو کې د ولس ډېر تاوانونه وشول او ولس ته ډېر تکلیفونه ورسول شو خو د ښه امنیت صورتحال موږ ته په نظر نه راځي."

میر کلام وزیر وویل، دا وفاقي وزیران چې کوم غېر ذمه وار بیانونه ورکوي او ولس ته د ډاډ ورکولو پر ځاي ویره خپروي، دا بیانونه دا خبره په ګوته کوي چې پر وطن بیا ډېر بد حالات راروان دي.

خو د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند پارلېماني غړی اقبال اپریدی وايي د پوځي عملیاتو له وجې په قبايلي ضلعو کې د وسله والو منظم وجود ختم شوی دی.

نوموړي په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې امنیتي صورتحال اوس د پخوا په نسبت ډېر ښه شوی دی. "له ۲۰۰۶مه تر ۲۰۱۰مه چې په قبايلي سیمو کې کوم حالات وو هغه وخت به د وسله والو لخوا خلکو ته نېغ په نېغه دهړکې کېدې او بمي بریدونه وو نو ډېر په منظم ډول به دوي فعالیتونه کول، د هغوي ښکاره مرکزونه وو او خلک به یې هلته راطلب کول او هغوي ته به یې سزاګانې هم ورکولې."

خو د اقبال اپرېدي په وینا، بیا د پوځي عملیاتو او نېشنل اېکشن پلان له مخې هلته امن راغلی او ډېری وسله وال یا خو ووژل شو یا ونیول شو یا هغوي نورو ځایونو ته وتښتېدل.

که څه هم د وسله والو لخوا اوس مهال په بمي بریدونو کې کمی راغلی دی خو په جنوبي اسیا کې پر ترهګرۍ نظر لرونکې ادارې د رپورټ له مخې د ۲۰۲۱ز کال له اګست میاشتې په خېبر پښتونخوا کې د تشدد ، ترهګرۍ او امنیتي ځواکونو د ځوابي عملیاتو په بېلا بېلو هدفي پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د یاد رپورټ په وینا، له اګست څخه تر ډېسمبره په خېبر پښتونخوا کې ۶۸ کسان وژل شوی دي چې د زیاتره پېښو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده .

XS
SM
MD
LG