د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د چین په څلور ورځني سفر تللی


وزیراعظم عمران خان په بیجنګ کې له چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ سره د غونډې پر مهال - د ۲۰۱۹ز کال انځور
وزیراعظم عمران خان په بیجنګ کې له چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ سره د غونډې پر مهال - د ۲۰۱۹ز کال انځور

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د وفاقي کابینې له یوشمېر غړو سره د چین په څلور ورځني سفر تللی دی.

د وزیراعظم دفتر د فبرورۍ پر درېیمه په بیان کې ویلي چې له هغه سره په سفر کې د بهرنیو چارو، ماليې (خزانې)، پلانونو او پرمختیايي چارو او د اطلاعاتو او خپرونو چارو د وزیرانو ترڅنګ د ملي امنیت، سوداګرۍ او د چین – پاکستان اقتصادي لارې د پروژو سلاکاران هم ملګري دي.

تر دې مخکې وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۹ز کال په پسرلي کې چین ته تللی وو.

ټاکل شوې چې عمران خان په چین کې د ژمنیو اولمپېک لوبو د پرانیستو په غونډه کې هم ګډون وکړي چې د فبرورۍ پر څلورمه پیلېږي.

عمران خان به په بیجنګ کې د ژمنیو اولمپېک لوبو د پرانیستو غونډه کې هم ګډون کوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ درېیمې انځور.
عمران خان به په بیجنګ کې د ژمنیو اولمپېک لوبو د پرانیستو غونډه کې هم ګډون کوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ درېیمې انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، وزیراعظم عمران خان به له چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ او وزیراعظم لي کيچیانګ سره پر دوه اړخیزه چارو غږېږي چې پکې به د چین پاکستان اقتصادي لارې (سيپیک) پر پروژو او سوداګرۍ زیات تمرکز کوي.

وزارت زیاتوي چې وزیراعظم د بیجنګ په بلنه چین ته تللی دی.

د پاکستان وفاقي حکومت خوشبینه دی چې د وزیراعظم د دې سفر په پایله کې به د سیپیک د پروژو چارې بیا چټکې شي. د لسګونه اربه ډالرو هغو پروژو چارې د کورونا وایرس جهاني وبا او بیا په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو د بریدونو له وجې له خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي.

اسلام اباد او بیجنګ په ۲۰۱۳ز کال کې د سیپیک موافقه کړې وه خو پر پروژو عملي کار په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې پیل شو.

په سیپیک کې د چین له غربي سېنکیانګ (شېنګجیانګ) ولایته د پاکستان په جنوب غرب کې تر ګوادره د لویو لارو او د هغو په اوږدو کې د کاروباري مرکزونو جوړول، د اورګاډي پټلۍ غځول، په ګوادر کې د بندر او هوايي ډګر تعمیر، د پاکستان دننه د صنعتونو پرانیستل، د کرنې د څانګې پرمختګ او د معدنیاتو استخراج پروژې شاملې دي.

خبریال او شنونکی شمس مومند وايي، په پاکستان کې پر حکومتي کچ چارواکي دوه رایې لري. یوه ډله یې فکر کوي چې له چین سره اړیکي پراخول به اسلام اباد د نورو هېوادونو له مرستې خلاص کړي خو بله ډله فکر کوي چې یوازې پر چین نه بلکې د امریکا په ګډون له نورو هېوادونو سره هم تعلقات پراخول اړین دي.

دی زیاتوي، همدا دوه نظرونه د چین پاکستان اقتصادي لارې د پروژو د ځنډېدو لامل شوي دي.

خو د پاکستان اوسني او پخوانیو حکومتونو په بیا بیا ویلي دي چې له چین سره خورا ژور تعلقات لري او دا چې د سیپیک ټولو پروژو عملي کولو ته ژمن دی ځکه چې په وینا یې دا پروژې به د پاکستان اقتصاد خورا پیاوړی کړي.

XS
SM
MD
LG