د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي "بلوچستان کې بریدونه" د پاکستان کورنۍ مسله ده


د بلوچستان هغه سیمه چې برید پرې شوی: انځور له ارشیفه
د بلوچستان هغه سیمه چې برید پرې شوی: انځور له ارشیفه

په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا ادعا ردوي چې ګنې افغان خاوره یې پر ضد کارېږي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي مشال راډیو سره خبرو کې دا د پاکستان کورنۍ مسله وبلله او ویې ویل، هېڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد پر ضد فعالیت وکړي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي: انځور له ارشیفه
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي: انځور له ارشیفه

کریمي زیاته کړه: "د پاکستان ستونزې خپلې دي، ولې اسلامي امارت ژمنه کوي چې د افغانستان له خاورې به بل هېڅ کوم هېواد ته ګواښ نه متوجه کېږي."

د بلال کریمي دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې دي چې د روانې فبرورۍ میاشتې په سر کې، په بلوچستان کې د امنيتي ځواکونو پر دوو مرکزونو په بريدونو او نښتو کې ۱۲ امنيتي سرتېري او ۱۳ وسله وال وژل شوي وو. دا بریدونه په نوشکي او پنجګور ضلعو کې شوي ول چې مسوولیت یې بلوڅ بېلتونپالې ډلې "بلوچ لېبرېشن ارمي" منلی وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د فبرورۍ پر څلورمه جیو نیوز سره خپله نوې مرکه کې ادعا کړې چې بلوچستان کې پر پوځي اډو برید کوونکي له افغان خاورې ور اوښتي وو.

دی تور لګوي چې د برید کوونکو کمپونه د افغانستان په ننګرهار، خوست، پکتیا، نورستان او کونړ ولایتونو کې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد: انځور له ارشیفه
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد: انځور له ارشیفه

رشید وايي: " وسله وال له افغانستانه را اوړي او بېرته ځي. هغه سیمې چې ماوښودې، پولې ته نږدې دي. دوی پاکستان کې هم وسله‌وال لري، خو کومې دوه لویې حملې چې شوي، برید کوونکي یې بېرته تللي."

پاکستاني حکومت وړاندې تور پورې کاوه چې د افغانستان د ملي امنیت پخوانۍ اداره او د هند استخبارات د هغو ډلو ملاتړ کوي چې پاکستان کې حملې کوي، خو کله چې له شیخ رشید پوښتنه وشوه چې اوس خو طالبان واکمن دي، ولې د دې ډول بریدونو مخه نه نیول کېږي؟

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دې پوښتنې ته روښانه ځواب و نه وایه، خو دومره یې وویل، طالبان له دوی سره ډېرې ښې اړیکې لري او ډېره همکاري کوي.

شېخ رشید له افغانستانه پاکستان ته د وسلو قاچاق هم تایید کړ او زیاته یې کړه، پاکستاني طالبانو ته هم له ناټو پاتې شوې وسلې په لاس ورغلي.

د دې ترخوا د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم، په افغانستان کې هغه څېرې هم په نښه شوي چې د پاکستاني حکومت ضد فعالیتونه یې کول.

له دوی بلوڅ بېلتون‌پال عبدالرازق په کابل کې او د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په ننګرهار کې وژل شوي دي.

تازه داسې راپورونه هم شته چې طالبانو د پلازمېنې کابل او ځینو نورو ولایتونو یو شمېر بلوڅ کډوال نیولي او نامعلوم لوري ته یې وړي دي.

خو طالبان په دې اړه چوپ دي.

XS
SM
MD
LG