پاکستاني وزیراعظم او روسي ولسمشر پر داسې وخت له یو بل سره لیدلي چې مسکو د فبرورۍ پر ۲۴مه د اوکراین د پلازمېنې کییف پر ګډون پر یوشمېر ښارونو توغندي وداغل او روسي سرتېري له درو خواوو هغه هېواد ته داخل شول.
عمران خان په داسې حال کې روسيې ته تللی چې د اوکراين پر سر د امريکا په ګډون له لویديځو هېوادونو سره د مسکو اړيکې ترينګلي شوي دي او د فبرورۍ ۲۴مې پر سهار روسیې پر اوکراین حمله وکړه او د هغه هېواد د پلازمېنې په ګډون یې پر لږ تر لږه اووه ښارونو توغندي وورول.
د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال منظور پښتين وويل چې د احتجاجي پرلت له لارې له سيند حکومته غواړي چې د علي وزير پرضد درج شوي د اېف ای ارونه (مقدمې) دې بیرته واخلي.
د خبریالانو ترڅنګ په پاکستان کي د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د حقونو فعالان هم د حکومت پر تازه اقدام نیوکې کړې دي.
پښتین وویل، دا د علي خان وزير د وينو او مزاحمت د تربيت کمال دی چې نن دا ماشومان له موږ سره په پرلت کې دي.
د فبرورۍ پر ۱۹مه، لاهور قلندرز په ۶۶ منډو اسلام اباد یونایټډ ته ماتې ورکړه. لاهور قلندرز لومړی بیټېنګ وکړ او د شپږو وکټو په زیان یې ۱۹۷ منډې جوړې کړې. خو اسلام اباد یونایټډ په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې جوړې کړای شوې.
په منډي بهاوالدین کې جلسې ته د وینا پرمهال وزیراعظم عمران خان زیاته کړه د اپوزیشن ګوندونو مشران ځکه د هغه خلاف د عدم اعتماد تحریک اسمبلۍ ته راوړل غواړي چې په دې توګه پر حکومت فشار واچول شي چې د هغوی (د اپوزیشن د مشرانو ) پر ضد د درغلیو د روانو مقدمو مخه ونیسي.
منظور پښتین دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۱۸مه، په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته د احتجاجي پرلت پرمهال کړي.
د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان وايي، ويلای شي چې د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي قانون د عملي کولو لپاره اوسنۍ ادارې پوره وړتيا نه لري چې له امله یې په دې برخه کې سم کار نه دی شوی.
نور وښیئ