د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای اېم اېف پاکستان ته يو ارب ډالر پور ورکوي


پاکستان وايي، ای اېم اېف یې د پورونو پروګرام جاج اخیستی او ورته به نورې پیسې ورکړي.
پاکستان وايي، ای اېم اېف یې د پورونو پروګرام جاج اخیستی او ورته به نورې پیسې ورکړي.

پاکستان وايي، د پیسو نړيوال صندوق (انټرنیشنل مانیټري فنډ یا ای اېم اېف) ورته د شپږ اربه ډالرو د پور د پروګرام څلورم قسط ورکول تایید کړي دي.

د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترین د فبرورۍ پر دویمه پر ټوېټر لیکلي چې "په خوشالۍ اعلان" کوي چې ای اېم اېف د پور د پروګرام شپږم پړاو ارزونه بشپړه کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد چودري هم پر ټوېټر ليکلي چې د ای اېم اېف بورډ خپل شپږم جاج مکمل کړی او پاکستان ته به د یو ارب ډالرو بل قسط ورکوي. ده زیاته کړې، له دې قرض سره به په اقتصادي استحکام او په اصلاحاتو کې مرسته وشي.

پاکستان له تېرو څه د پاسه درو کلونو راهیسې له اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخامخ دی. اسلام اباد د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې له ای اېم اېف سره موافقه کړې وه چې ورسره سم، هغه اداره پاکستان ته د ۳۹ میاشتو په موده کې د شپږ اربه ډالرو پر پور ورکولو سلا شوه. خو د کورونا وایرس جهاني وبا او د ای اېم اېف له لوري د شرطونو په مکمل ډول د نه پوره کېدو له امله دغه عمل د ځنډ ښکار شو.

حکومت وايي، د دغه پروګرام مقصد د هېواد معاشي مشکلاتو په هواري کې مرسته کول او عام ولس ته ګټه رسول دي.

خو په اسلام اباد کې خبریال او شنونکي طاهر شېراني د فبرورۍ پر درېیمه مشال رېډيو ته وویل چې د ای اېم اېف پروګرام د حکومت مرسته ضرور کوي خو پر ولس د ګرانۍ په صورت کې بوج هم زياتوي.

د ده په خبره، "د ای اېم اېف شرطونه ول چې تاسو په سېلز ټیکس کې استثنا ختمه کړئ" چې د هغې لپاره حکومت د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې اضافي بجټ منظور کړ او ویې ویل چې له دې سره به د شاوخوا ۳۵۰ اربه روپیو زیاتې مالیې ټولې کړي.

شېرانی وايي، "که موږ ګورو نو ای اېم اېف وار له مخه اټکل کړی دی چې دا کال به په پاکستان کې ګراني ۱۰.۲ فیصده پورې وي. ای اېم اېف وايي چې تاسې د بجلۍ قیمت هم سېوا کړئ. حکومت وار له مخه، په نومبر کې بجلي ګرانه کړه او امکان دی چې دا نوره هم ګرانه شي. که بجلي ګرانېږي، حکومت پر [تېلو مالیې] زیاتوي، نو دا ټول د ای اېم اېف شرطونه دي چې پر عام ولس منفي اثرات لري."

په پاکستان کې جنرل سېلز ټیکس دا وخت ۱۷ فیصده دی. مخکې حکومت په شاوخوا ۵۱۰ شيانو دغه ټیکس یا خو بیخي کم ایښی وو یا یې له ټیکسه مستثنا کړي ول. خو بیا حکومت د اضافي بودیجې یا مېني بحټ په منظورولو هغه رعایت ختم کړ او ویې ویل چې د ټیکسونو له لارې به ۳۴۳ اربه روپۍ اضافي ګټي.

د خزانې وزير شوکت ترین د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر په پای کې د اضافي بجټ مسودې تر وړاندې کولو وروسته ویلي ول چې حکومت د ای اېم اېف شرطونه پوره کولو لپاره د ټیکسونو زیاتولو وړاندیز کړی دی او "بله لاره ورسره نه وه."

خو کارپوهان وايي، پر هغو شیانو چې مخکې ورباندې ټیکس نه وو یا له دوه څخه تر اووه فیصده پورې وو، اوس یې ۱۷ فیصده ته د زیاتېدو معنا دا ده چې ولس به یې له خپل جېبه ورکوي خو امدن یې هم هغه هومره دی، یعنې د اخیستو یا خرید صلاحیت به یې کم شي.

همدې لوري ته په اشاره اقتصاد پوه ډاکټر معراج الحق د فبرورۍ پر درېيمه مشال راډيو ته وویل چې له دې پروګرام سره به په راتلونکې کې ګراني نوره هم سېوا شي چې وار له مخه په جنورۍ میاشت کې ډېره وه. "که حکومت دا دعوه کوي چې دا پیکېج به عوامو ته ګټه رسوي نو زه به دا ووایم چې هم د دې لپاره ای اېم اېف خپل شرطونه لګولي ول او بیا د پاکستان حکومت مېني بجټ راووړ چې ورسره یې ټیکس رېټ سېوا کړ، د بجلۍ، ګیس او د تېلو نرخونه يې زيات کړل او دا به نور هم سېوا کوي. حکومت وايي چې له دې پيکېج سره به د پاکستان زرمبادلې په زخیرو بوج کم شي، کرنسي به يې مضبوطه شي او د ډالر قیمت نه سېوا کېدو له وجې له بهر ملکونو چې کوم شیان پاکستان ته راځي، د هغې نرخونه به نه بدلېږي یعنې مستحکم به وي. نو زما په خیال دا هغه دریځ دې چې پر بنیاد یې حکومت د دې پیکېج دفاع کوي."

شوکت ترین د ۲۰۲۱ز کال د نومبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي ول چې له ای اېم اېف څخه د پور د اخیستو عمل یې بشپړېدو ته نېږدې شوی دی.

د نوموړی وينا وه، ای اېم ایف ورته د پینځو شرطونو فهرست ورکړی چې پکې درې شرطونه د پاکستان د دولتي (سټېټ) بانک خپلواکي پراخولو او د ټیکس استثنا ختمولو قوانینو منظوري او د توانايۍ (بجلي، ګیس او تېلو) په نرخونو کې اضافه شامل دي.

حکومت د جنورۍ پر ۲۸مه، د اپوزیشن د مخالفت باوجود په سېنېټ کې د مرکزي بانک ترمیمي بل د یو ووټ په اکثریت منظور کړ.

د اضافي بودیجې مسودې په ګډون د سټېټ بېنک ترمیمي بل له منظورېدو سره حکومت د دواړو قوانینو په منظورېدو وتوانېد.

د ای اېم اېف د شپږ اربه ډالرو قرضې پروګرام د جاج شپږم پړاو لپاره د ادارې د بورډ غونډه مخکې د جنورۍ پر ۱۲مه ټاکلې وه، خو د پاکستان د حکومت په غوښتنه یې نېټه د جنورۍ ۲۸مې ته بدله کړه چې د ادارې شرطونه پوره کولو لپاره دې اړین اقدامات وشي.

د پورونو له پروګرام سره سم، پاکستان تر اوسه له ای اېم اېفه په درې قسطونو کې دوه اربه ډالره ترلاسه کړي او اوس به ورته یو ارب ډالر نور ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG