په وروستيو کې په پاکستان کې، د کورونا وايرس کيسونه زيات شوي دي. د کورونا په اړه د معلوماتو خپروونکې حکومتي وېبپاڼې د جنورۍ پر ۲۸مه خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۸۱۸۳ نوي کیسونه ثبت شوي او ۳۰ کسان یې له وجې مړه شوي دي.
ملازمین وايي چې پروسږکال وفاقي حکومت د تنخاګانو زیاتولو ژمنه کړې وه خو لاهم پوره شوې نه ده
د پاکستان پوځ او طالبانو ته نېږدې سرچینو مشال راډیو ته ویلي، افغانستان ته د پاکستان د حکومت لخوا په پټه استول شوي پلاوي په پکتیکا ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له مشر نورولي محسود او د دې ډلې د مشرتابه شورا له نورو غړیو سره خبرې وکړې.
سياستوالو، مدني فعالانو، قانونپوهانو او په پاکستان کې امریکايي سفارت د عايشې ملک د قاضیې کولو هرکلی کړی دی.
د محکمې وياند محمد نثار خان د جنورۍ پر ۲۱مه، مشال راډيو ته وويل چې د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې د خلکو پر راغونډېدو بنديزونه لګول شوي دي.
شېخ رشيد احمد دا خبره د جنورۍ په ۲۱مه، د سېنېټ په غونډه کې د مخالفو ګوندونو د سېنېټرانو لخوا په هېواد کې د امنیت د صورتحال په اړه د پوښتنو په ځواب کې وکړه.
چادونه د لاهور انار کلي بازار کې شوې، دا یو له مصروفو بازارونو دی چې پکې سلګونه دکانونه دي او هر وخت پکې ګڼه ګوڼه وي.
نور عالم خان د جنورۍ پر ۱۴مه قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي ول چې د تحریک انصاف حکومت دې د غریبانو پر حال رحم وکړي، ګراني دې قابو کړي. په پیښور کې دې د ګیس او بجلۍ لوډشیډنګ ختم کړي.
بي بي سي په خپل يوه راپور کې وايي چې د اورېدنې پرمهال عدالت ته هغه مبينه وټس اېپ مېسجونه هم وښودل شول چې پکې ملزم ګوهر خان له مډز سره په ظاهره د ګورايا د وژنې په باره کې خبرې کوي.
۵۸ کلن ادریس خټک پروسږکال (ډیسېمبر ۲۰۲۱) یوه پټ پاکستاني پوځي عدالت سزا اورولې وه.
نور وښیئ