چادونه د لاهور انار کلي بازار کې شوې، دا یو له مصروفو بازارونو دی چې پکې سلګونه دکانونه دي او هر وخت پکې ګڼه ګوڼه وي.
نور عالم خان د جنورۍ پر ۱۴مه قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي ول چې د تحریک انصاف حکومت دې د غریبانو پر حال رحم وکړي، ګراني دې قابو کړي. په پیښور کې دې د ګیس او بجلۍ لوډشیډنګ ختم کړي.
بي بي سي په خپل يوه راپور کې وايي چې د اورېدنې پرمهال عدالت ته هغه مبينه وټس اېپ مېسجونه هم وښودل شول چې پکې ملزم ګوهر خان له مډز سره په ظاهره د ګورايا د وژنې په باره کې خبرې کوي.
۵۸ کلن ادریس خټک پروسږکال (ډیسېمبر ۲۰۲۱) یوه پټ پاکستاني پوځي عدالت سزا اورولې وه.
د کورونا وايرس د څار او قابو کولو ادارې( اېن سي او سي) د وايرس په اړه ورځنيو رپورټونو جاج واخیستل نو معلومېږي چې يوازې په تېره یوه اوونۍ کې په اومېکرون بڼې باندې د اخته کسانو شمېر تر ۵۰ فيصده زیات شوی دی.
مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د جنورۍ پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د خپل ګوند جمعیت علما اسلام یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
د تعليم او صحت صوبايي وزيرانو غونډه د جنورۍ پر ۱۷مه رابلل شوې ده چې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره په نویو لارښوونو خبرې وکړي.
د تګلارې له مخه په راتلونکو ۱۰ کالو کې د هېواد امنیتي ضرورتونو تعین به په دې سره کېږي چې د هېواد اقتصادي صلاحیتونو څخه ګټه پورته کړل شي او په عین حال کې د ملي یووالي، سیمه ییز سالمیت، داخلي امنیت او د ولسي خېر خېګړې اهداف پوره کړل شي.
د بشري حقونو وزارت د جنورۍ پر ۱۴مه پر ټویټر لیکلي چې وزارت د کار په ځایونو کې د جنسي ځورونو مخنیوي لپاره قانوني مسوده جوړه کړې وه چې وروسته پکې سېنېټ ځینې اصلاحات کړي وو.
د خیبر پښتونخوا د اېن ای ۲۷مې حلقې غړي نور عالم خان د جنورۍ پر ۱۴مه، په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال، پر خپل حکومت سخت ټکونه وکړل. نوموړي، پر مرکزي حکومت د نیوکو کولو په ترڅ کې وویل چې د خیبر پښتونخوا مشکلاتو ته څوک پاملرنه نه کوي.
د یادې ضلعې د صحت څانګې ساحوي مشر (فیلډ سپر وایزر) میا اظهارالدین د جنورۍ په ۱۴مه، مشال ریډیو ته وويل، که څوک واکسين نه لګوي نو بهر ملکونو ته به نه شي تللی او په حکومتي دفترونو کې به يې هم کارونه نه کيږي.
په پاکستان کې حکومت هر کال بودیجه جوړوي چې د جولای پر لومړۍ نېټه د مالي کال تر پیلېدو مخکې یې باید پارلېمان منظور کړي.
نور وښیئ