د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې سرکاري ملازمینو د تنخاګانو زیاتولو لپاره به لاریونونه پیل کړي


د خیبر پښتونخوا پوهنتونونو کامندان د خپلو تنخاګانو لپاره لاریون. ۲۰۲۱، د مې ۲۷مه
د خیبر پښتونخوا پوهنتونونو کامندان د خپلو تنخاګانو لپاره لاریون. ۲۰۲۱، د مې ۲۷مه

د خیبر پښتونخوا د سرکاري ادارو لسګونه کارکوونکو په پاکستان کې روانې ګرانۍ ته په کتو د خپلو تنخاګانو د زیاتېدو لپاره احتجاج کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د سکولونو د افسرانو د ټولنې مشر سمیع الله خلیل د جنورۍ پر ۲۶مه نېټه په پېښور کې د پرلت پرمهال مشال راډیو ته وویل، پروسږکال په فېبرورۍ میاشت کې وفاقي حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې له نورو سرکاري ملازمانو سره به یې د تنخاګانو د توپیر ختمولو لپاره ۲۵ فیصده اضافي معاش ورکوي. ده وویل، حکومت تر اوسه دا ژمنه نه ده عملي کړې.

د واپډا، تعلیم او نورو یوشمېر سرکاري ادارو د کارکوونکو ټولنې هم د مظاهرې پرمهال د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته سړک تړلی وو خو د انتظامیې تر ډاډ وروسته یې احتجاج ختم کړ. انتظاميې ویلي دي چې ژر به د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان او نور لوړپوړي چارواکي د سرکاري ادارو د کارکوونکو له مشرانو سره وویني او مسلې به یې هوارې کړي. پاکستان له تېرو څه د پاسه درو کلونو راهیسې له اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخامخ دی چې له وجې یې هلته ګراني زیاته شوې ده.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت وايي، د اقتصاد سمولو هڅې کوي او وزیراعظم عمران خان تېر کال پر ولس د ګرانۍ د بار کمولو لپاره پر یوشمېر خوراکي شیانو د ۱۲۰ اربه روپیو رعایت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG