د پنجاب په مرکز لاهور کې د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه په یوه بمي چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات یې ژوبل کړي دي.
پاکستانیو رسنیو د لاهور د پولیس چارواکو په حواله ویلي چاودنه نن په انار کلي بازار کې د کانونو مخې ته په یو موټر سایکل کې د چاوونکو توکو له وجې شوې ده. په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
د انار کلي بازار د لاهور یو په مصروفو بازارونو کې دی چې په سلګونو د دوکانونه دي او هر وخت پکې ګڼه ګوڼه وي.
د پاکستان سرکاري ایجنسۍ(ایسوسییېټډ پرېس اف پاکستان) خبر ورکوي چې وزیراعظم عمران خان د پېښې د متاثرو کورنیو سره غمرازي ښودلې او چارواکو ته یې د پېښې د پلټنو امر کړی دې.
د پنجاب وزیر اعلا عثمان بزدار تر دغه پېښې وروسته نن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د پېښې زمه وار کسان به زر تر زره ګرفتاروي او پر خلاف به یې قانوني کارروایي کېږي.
بلخوا د بلوچستان نېشنلسټ ارمي په نوم یوې ډلې د دې حملې زمه واري منلې خو د لاهور پولیس چارواکي وایي چې دوی پلټنې پېل کړي دي او دا لا نه ده واضحه شوې چې د دغه برید ترشا څوک دي.