د لاسرسي ځای

تازه خبر

عایشه ملک د پاکستان سپریم کورټ لومړۍ ښځینه ججه شوه


عایشه ملک د پاکستان سپریم کورټ لومړۍ ښځینه قاضي مقرره شوه - انځور له ارشیفه
عایشه ملک د پاکستان سپریم کورټ لومړۍ ښځینه قاضي مقرره شوه - انځور له ارشیفه

د پاکستان سپریم کورټ کې د جنورۍ پر ۲۴مه په لومړي ځل یوې ښځې د قاضيې په توګه لوړه وکړه.

سياستوالو، مدني فعالانو، قانونپوهانو او په پاکستان کې امریکايي سفارت د عايشې ملک د قاضیې کولو هرکلی کړی دی.

د جنورۍ پر شپږمه نېټه د پاکستان د ستر قضايي کمېشن په نهه کسيزه ججانو کې پينځو یې د عایشه ملک په پلویتوب رايې ورکړې وې.

د عايشه ملک په نومول کېدو په کمېشن کې شاملو او د مخالفه وکیلانو اتحاديو نيوکې کړي او ويلي ول چې دا په هغو درو قاضيانو کې نه ده شامله، چې د صوبې په های کورټ کې تر ټولو سینییر (یا مشران) دي.

عایشې ملک د پروسږکال ۲۰۲۱ز په جنورۍ کې د ښځو پېغلتوب د کره والي په اړه تاریخي فیصله اورولې وه.

هغې د ښځو د بکارت لپاره د دوو ګوتو معاينې ته سپک عمل ويلی او زیاته کړې يې وه چې دا کار "هېڅ ساينسي دلیل" نه لري. هغې ويلي ول، دغه کار د متاثره ښځو عزت ته زيان اړوي او دا د ښځو د ژوند او عزت د حقونو ضد عمل دی.

عايشې ملک په دغه فیصله کې مرکزي او صوبايي حکومتونو ته لارښوونه کړې وه چې دا خبره دې يقیني کړي چې د پېغلتوب معلومولو په پلټنه کې دې د جنسي تېري ښکار ښځو طبي معاينې نه کوي. دغه لانجمه معاينه په دوو ګوتو کېږي چې نجلۍ پېغله ده که نه.

عايشه ملک چې په کال ۲۰۱۲ز کې په لاهور های کورټ کې قاضيه ټاکل شوې وه. هغې د پاکستان په ګډون د امریکا له هارورډ قانون پوهنځي او نورو بهرنيو هېوادونو څخه لوړې زده کړې کړې دي.

جسټس عايشه ملک د لاهور های کورټ قاضيه پاته شوې ده او د ۲۰۲۸ز کال په جون کې به تقاعدېده، خو اوس چې هغه د سپريم کورټ ججه شوه نو د قاضيتوب موده يې وغځېده او په ۲۰۳۱ز کال کې به ریټایرېږي.

ويل کېږي چې هغه د ريټايرډ کېدو څخه يو کال وړاندې د چيف جسټس يا مشرې قاضيې څوکۍ ته هم رسېدای شي.

XS
SM
MD
LG