د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالقهار بلخي د جنورۍ پر څلورمه پر ټوېټر ليکلي چې پر ډېورنډ کرښه د پیدا شوې مسلې په اړه د خبرو اترو ضرورت دی.
د خزانې وزير وزیر شوکت ترین ويلي چې په اضافي بجټ کې یې پر ولس یوازې د دوه اربه روپیو نور ټېکس لګولو وړاندیز کړی دی. نوموړي د ډېسېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، په اضافي بجټ کې یې پر هغو شیانو د ټیکسونو وړاندیز کړی دی چې مخکې له مالیو مستثنا ول.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير فواد چودري د سې شنبې (نهې) پر ورځ په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې په مقدمه کې يې پر ګوند بې بنياده تورونه پورې شوي دي او دوی د ټولو پيسو حساب ورکولو ته حاضر دي.
ريحام خان وویل، نه پوهېږي دا بريد پر هغې د خپل کار له امله شوی او که غلو کړی دی خو د نوموړې په وينا، غواړي پولیس یې په اړه پلټنې وکړي.
د پاکستان د هندو کونسل مشر او واکمن تحريک انصاف ګوند قامي اسمبلي غړي ډاکټر رميش کمار وانکواني د جنورۍ پر دويمه نيټه مشال راډيو ته وويل چې دا لومړي ځل دی چې په پاکستان کې د مذهبي سيلګرۍ په نامه لړۍ پيل شوې. د هغه په خبره دا د هندوانو څلور ورځنۍ دوره ده.
د دواړو رقیبو هېوادونو پاکستان او هند د اعلامیو له مخې دوی، د خپلو ايټمي شتمنیو او بنسټونو لیست هم د هغې موافقې له مخې چې درې لسیزې مخکې یې لاسلیک کړې ده، له یو بل سره شریک کړي دي.
اسد عمر وايي، په اسلام اباد کې ۷۷ فیصده، پنجاب کې ۵۱ فیصده، ګلګت بلتستان کې ۴۶ فیصده، پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ۴۵ فیصده، بلوچستان کې ۴۲ فیصده، خېبر پښتونخوا کې ۴۱ فیصده او سند کې ۳۷ فیصده ابادي واکسین شوی ده.
د پاکستاني وزیراعظم د مالي چارو سلاکار شوکت ترين وايي د دنيا د هر هېواد مرکزي بېنک همدومره واکداره وي نو ځکه پکې ستونزه نشته. هغه د دیسمبر په ۳۰مه يوې خبري غونډه ته وويل چې اوس به سټيټ بينک د حکومت له مداخلې پرته خپله پالیسیانې جوړې کړای شي
د واکمن تحریک انصاف ګوند یو سېنېټر د اپوزیشن د سیاستوالانو څرګندونې ردوي. فدا محمد مشال راډیو ته وویل، اوسمهال د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غونډې روانې دي او پکې له مخالفو ګوندونو سره سلا مشورې روانې دي.
نور وښیئ