د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا مخنیوي لپاره بندیزونه لګوي


حکومت ویلي، د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې د خلکو پر راغونډېدو بنديزونه لګول شوي دي
حکومت ویلي، د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې د خلکو پر راغونډېدو بنديزونه لګول شوي دي

د خیبر پښتونخوا او قبایلي چارو لپاره د داخله محکمې، د کورونا وايرس د څار ملي ادارې د نویو لارښوونو په رڼا کې په هغو سيمو کې پر غونډو بنديز لګولی چېرته چې د وايرس د مثبتو کيسونو شرح له ۱۰ فيصده زياته ده.

د محکمې وياند محمد نثار خان د جنورۍ پر ۲۱مه، مشال راډيو ته وويل چې د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې د خلکو پر راغونډېدو بنديزونه لګول شوي دي.

بلخوا د هوټلونو او د ودونو د سالونونو د اتحاديې مشرانو مشال راډيو سره په خبرو کې د حکومتي پريکړې مخالفت کړی او ويلي يې دي چې له تېرو دوو کالو راهيسې یې کاروبارونه د کورونا وايرس له وجې متاثره شوي او نويو بنديزونو سره به بې روزګاري نوره هم زياته شي.

خو صوبايي حکومت وايي، د کورونا وايرس نوې بڼې اوميکرون خورېدو مخنيوي لپاره به لارښوونې په هر صورت عملي کوي.

په عین حال کې، په پاکستان کې د جنورۍ پر ۲۱مه، د کورونا وایرس ۶۵۴۰ تازه پېښې ثبت شوې دي چې ورسره په هغه هېواد کې د وبا له پیله د وړجنو کسانو رسمي شمېر له ۱۳ نیم لکه اوښتی دی. خو له دې ۱۲ مېلیونه ۶۷ زره نه زیات کسان بیرته ښه شوي هم دي.

د کورونا وایرس په اړه حکومتي وېبپاڼې د جنورۍ پر ۲۲مه، ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ نه ۱۲ کسان مړه شوي هم دي، چې ورسره په هیواد کې له یادې ناروغۍ څخه د مړو شویو رسمي شمېر تر ۲۹۰۰۰ اوړېدلی دی.

د جنورۍ له لومړۍ اوونۍ راهیسې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي چې چارواکي یې لامل د وایرس اومیکرون بڼه ښيي.

د پاکستان د ملي صحت مرکزي وزارت د جنورۍ پر ۲۱مه په ټویټر ليکلي چې په هېواد کې په جنورۍ مياشت کې د کورونا وايرس د اومېکرون بڼې پېښې بې څاري ډول زياتې شوي دي. وزارت له خلکو غوښتې چې ځانونه واکسين کړي.

د کورونا وايرس د څار ملې ادارې له شمېرو سره سم د جنورۍ د ۲۲مې نېټې تر سهاره اووه کروړه شپږ اتيا لکو نه زيات کسان په بشپړ ډول واکسين شوي دي.

د پاکستان حکومت په وار وار له خلکو غوښتي چې د کورونا نه د ځان او د نورو د ژغورلو لپاره دې واکسینونه وکړي او ماسکونه دې وکاروي.

XS
SM
MD
LG