د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېم اېن اې نور عالم خان ته د نیوکو پرسر د پي ټي ای شوکاز نوټس


له پېښوره د قامي اسمبلۍ غړی نور عالم خان
له پېښوره د قامي اسمبلۍ غړی نور عالم خان

د پاکستان تحریک انصاف حکومت له پېښوره د قامي اسمبلۍ غړي نورعالم خان نوم د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه د پبلیک اکاونټس کمیټۍ له غړیتوبه ایستلی دی.

نوموړي ته دوې ورځې وړاندې (۱۷م جنوري) د ګوند له لوري د سپیناوي لیک (شوکاز نوټس) هم استول شوی وو.

دا لیک د وفاقی وزیر پروېز خټک چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف صدر دی په دستخط جاری شوی دی. په دې کې راغلي دي چې نور عالم خان د پارټۍ د اصولو خلاف ورزي کړې ده او پر مشرانو یې تورونه لګولي دي. په لیک یې د جنورۍ تر ۲۴ له ده څخه د سپیناوي غوښتنه کړې او زیاتوي که یې لګېدلي تورونه ثابت نه کړل نو پرضد به یواړخیزه کارروايي کېږي.

نور عالم خان د جنورۍ پر ۱۴مه قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي ول چې د تحریک انصاف حکومت دې د غریبانو پر حال رحم وکړي، ګراني دې قابو کړي. په پیښور کې دې د ګیس او بجلۍ لوډشیډنګ ختم کړي.

''تاسو یوازې پر غریبانو بوج مه اچوئ، د هغوی لپاره اوړه، غوړي او پۍ مه ګرانوئ، پر هغوی لوډشیډنګ مه کوئ، دا شیان په غټو غټو خلکو کوئ، او دا مخامخ درې قطاره چې کوم دي، د دې ټولو نومونه په اې سي اېل کی، نو پاکستان به ټیک شي.''

د سېنېټ د اجلاس په ویډیو کې ښکاري چې نور عالم خان مخامخ د حکومتي چوکیو درې قطارونو ته اشاره وکړي. په دغه قطارونو کې د پاکستان وزیراعظم علاوه وفاقي وزیران او د حکومت لوړپوړي غړي ناست وي.

اې سي اېل مانا ایګزیټ کنټرول لیسټ، په دغه لیسټ کې چې د چا هم نوم راشي، له پاکستان بهر نه شي وتلای.

دا لومړی ځل نه دی چې پر حکومت خپل غړي تنقید کوي او یا هم یې یوه غړي ته شوکاز نوټس جاري کېږي. تر دې وړاندې تحریک انصاف خپل یوه وتلي سیاستوال جاوید هاشمي ته هم د ۲۰۱۴ز کال په سېټېمبر میاشت کې شوکاز نوټس جاري کړی وو. نوموړي هغه مهال ویلي ول چې په ګوند کې دننه ځینې وګړي د پارټۍ راتلونکې د تباهۍ لوري ته وړي.

د ۲۰۲۰ز کال په جولای کې هم تحریک انصاف له ملتانه یو بل اېم اېن اې احمد حسین دیهړ ته په دې وجه شوکاز نوټس جاري کړی وو چی هغه په میډیا کې د پاکستان وزیر خارجه او د پارټۍ نایب صدر شاه محمود قریشی نوم اخیستی وو او ویلی یې وو، قریشي غواړي، وزیراعظم جوړ شي او عمران خان اخوا کړي.

صحافی او تجزیه کار محمود جان بابر وایي، نه یواځې تحریک انصاف، بلکه د نورو سیاسی ډلو مشران هېڅکله تنقید نه زغمي.

''دا یواځې دلته (تحریک انصاف) هم نه دی، بلکې پاکستان پیپلز ګوند کې چې کله ناهید خان (سینیېر سیاستدانه) چې د بینظیر بوټو نزدې ملګرې هم وه، هغه هم له پارټۍ نه ولاړه یا وایستل شوه، ځکه د هغې پر ځینو معاملاتو له پارټۍ سره اختلاف وو، دا شان په مسلم لیګ ن کې دننه له نواز شریف دوی سره اختلاف کول ډېره لویه ګنا ګڼل کیږي، دا یواځې دلته (پاکستان) کې نه بلکې په ګړده نړۍ کې کېږی، خو دلته په سیاسي ډلو او بالخصوص د پي ټي ای په شان پارټیانو کې دغه کلچر زیات شوی دی.''

مشال رېډيو هڅه وکړه چې له نور عالم خان سره رابطه وکړي خو ونشوه، البته نوموړي د جنورۍ پر ۱۹مه پر خپل ټوېټر لیکلي، ''له درېوو کالو راهیسې لګیا دی، دغه مسئلې په ګوند او پارلیمان کې اوچتوي، خو هغوی ورته هېڅ پام نه اړوي. نور عالم خان په یوه بل ټوېټ کې کښلي، هغه اوس هم د احتساب په خبره ټینګ ولاړ دی او وي به او غواړي چې احتساب وشي.''

د قامي اسمبلۍ غړی نور عالم خان د پېښور انتخابي حلقې اېن اې ۲۷ څخه د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف په ټکټ کامیابه شوی وو.

XS
SM
MD
LG