د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې بارانونو او سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي


په هرات کې یوشمېر خلک تر سېلاب وروسته له هري رود سره نېږدې ولاړ دي - د مارچ ۱۲مې انځور.
په هرات کې یوشمېر خلک تر سېلاب وروسته له هري رود سره نېږدې ولاړ دي - د مارچ ۱۲مې انځور.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د زیاتو بارانونو له کبله سېلابونو د مرګژوبلې تر څنګ پراخ مالي تاوانونه اړولي دي.

د اپرېل پر ۱۳مه د اوروزګان ولایت په چارچینو ولسوالي کې سېلاب درې ماشومان ووژل.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د اپرېل له ۱۱مې راهیسې په بارانونو کې ډېر کورونه او کرنیزه ځمکنه زیانمنه شوې ده.

د هېلمند ولایت د ګرېشک ولسوالۍ په باباجي سیمه کې د تندر د لوېدو له کبله یو تن وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د دې ترڅنګ د هغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې تر سختو ورښتونو وروسته سېلاب پراخې کرنیزې ځمکې لاندې کړې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې بارانونو د غنمو فصل خراب کړی دی او په کورونو کې اوبه ډنډ شوې دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي چې هوايي ځواک یې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د دهلې بند په شاوخوا کې درې تنه له سېلابه ژغورلي دي.

تر ورښتونو وروسته سېلابونو په پنجشېر ولایت کې هم خلکو ته مالي تاوانونه اړولي.

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د اپرېل پر ۱۴مه هم په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د باران او له وجې یې د سېلابونو اټکل کړی دی.

ادارې ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۶۰ ملي میټره پورې د باران ورېدو امکان دی.

د هوا پېژندې ادارې زیاته کړې چې د سالنګ د لوړو په ګډون په ځینو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۴۰ سینټي میټره پورې د واورې ورېدو امکان دی.

په افغانستان کې د ژمي لومړۍ دوه میاشتې وچې تېرې شوې وې خو له هغه راهیسې تر اوسه څو ځلې بارانونه شوي دي.

په فبرورۍ او مارچ کې په افغانستان کې تر اوږدمهالې وچکالۍ وروسته تر شاوخوا درو اوونیو پورې واوره وورېده او بارانونه وشول چې کروندګرو ته یې سږ کال د زیاتو حاصلاتو هیله ورکړې وه.

د هغو ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۶۰ تنه وژل شوي ول. د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو چارو د دولت وزارت په وینا، په ورښتونو کې تر ۱،۶۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي او ۱۸۰،۰۰۰ څاروي وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG