د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېخ رشید: له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار لګولو کار يوازې ۲۰ کيلوميټره پاتې دی


پاکستان وايي، د افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه یې د ازغن تار لګولو کار نږدې پای ته رسولی.
پاکستان وايي، د افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه یې د ازغن تار لګولو کار نږدې پای ته رسولی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، له افغانستان سره پر پوله د ازغن تار لګولو کار نږدې بشپړ شوی او یوازې ۲۰ کیلوميټره فاصله پاتې ده.

شېخ رشيد احمد دا خبره د جنورۍ په ۲۱مه، د سېنېټ په غونډه کې د مخالفو ګوندونو د سېنېټرانو لخوا په هېواد کې د امنیت د صورتحال په اړه د پوښتنو په ځواب کې وکړه.

هغه وړاندې وویل:"له افغان طالبانو سره مو د ازغن تار د لګولو په سر خبرې روانې دي، یوازې ۲۰ کیلومیټره کار مو پاتې دی، نور په ۲۶۸۰ کیلومیټره ساحه باندې کار بشپړ شوی دی. موږ کوشش کوو چې پاتې کار هم په هر صورت کې مکمل کړو."

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار پیل کړ.

تېرو افغان حکومتونو په بيا بيا ويلي چې ډېورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني خو پاکستان وايي دا په نړيواله کچه منل شوې پوله ده او اغزن تار پرې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوي لپاره لګوي.

په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نیمه وچه واکمنو بريتانویانو د افغانستان له امیر عبدالرحمان خان سره د یوې موافقې له لارې دا کرښه هغه وخت په افغانستان کې دننه کښلې وه او د دواړو غاړو ولسونه يې سره وېشلي ول. د ډېورنډ کرښه څه باندې ۲۶۰۰ کیلومیټره اوږدوالی لري

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال د ډېسېمبر پر ۲۲مه طالب وسله والو پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار لګولو مخه ونیوله.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې ځواکونو یې د پاکستان امنیتي ځواکونه په ننګرهار کې په پوله د غیرقانوني ازغن تار لګولو نه منع کړي دي.

له افغانستان سره پر پوله اغزن تار ۹۰ فيصده بشپړ شوی: پاکستان پوځ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00

شېخ رشید احمد دا هم وویل چې د افغان طالبانو په مرسته یې د تحریک طالبان پاکستان سره هم خبرې اترې روانې دي. نوموړي دا خبرې له هغه وروسته کړي چې په سېنېټ کې د پيپلز ګوند غړي سېنېټر رضا رباني وويل چې په ملک کې د امن و امان صورتحال خراب شوی دی او پوښتنه يې راپورته کړه چې ایا له تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو حکومتي تګلاره سمه وه که څنګه؟

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۲۰مه، په لاهور کې په یوه بمي چادونه کې درې کسان وژل شوي او تر ۲۰ زيات ژوبل شوي ول.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۷مه، په اسلام اباد کې وسله والو پر پوليسو ډزې کړې وې چې پکې یو پولیس سرتېری وژل شوی و او درې نور پکې زخمیان شوي وو.

XS
SM
MD
LG