د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې يوشمېر حکومت مخالفه ګوندونو د احتجاجونو اعلانونه کړي 


په نومبر ۲۰۲۱ز کې د مسلم ليګ (ن) مظاهره چيان د وزیراعظم عمران خان تصویر سوځوي
په نومبر ۲۰۲۱ز کې د مسلم ليګ (ن) مظاهره چيان د وزیراعظم عمران خان تصویر سوځوي

د پاکستان جماعت اسلامي مرکزي نايب امير پروفېسر محمد ابراهيم وايي چې دوی به د فرورۍ له شپږمې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په مشرۍ مرکزي حکومت پرضد احتجاجونه او لاريونونه پيلوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د دوی دا احتجاجونه به د ضلعې، تحصيل او صوبې پر کچ تر مارچ مياشتې پورې روان وي او بيا به وروستی احتجاجي لاريون د سرښار اسلام اباد پر لور کوي.

تر دې وړاندې حکومت مخالفه اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او پاکستان پيپلز ګوند هم د حکومت پرضد د احتجاجي لاريونونو اعلانونه کړي دي.

دا چې جماعت اسلامي د حکومت پرضد ولې له نورو ګوندونو يا اتحادونو سره په شريکه احتجاج پرمخ نه وړي؟ پروفېسر ابراهيم وايي، دوی غواړي د خپل احتجاج او پلان له لارې د ولس ملاتړ د ځان لپاره تر لاسه کړي. "زموږ پروګرام له پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز نه بېخي بدل دی. موږ چې د هغوی په خوا کې ودريږو نو بيا خپل پروګرام ولس ته نه شو وړاندې کولای. موږ غواړو چې خالص خپل پروګرام ولس ته وړاندې کړو او د هغوی حمايت حاصل کړو."

موږ غواړو خپل پروګرام خلکو ته وړاندې کړو ځکه بېل احتجاج کوو
پروفیسر ابراهيم

پروفېسر ابراهيم زياتوي چې د دوی مقصد يوازې د پاکستان تحريک انصاف حکومت ختمول نه دی بلکې ولس ته داسې پروګرام وړاندې کول دی چې په هغه کې د ولس د ستونزو حل موجود وي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د جنورۍ پر شپږمه په لاهور کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال اعلان وکړ چې د فرورۍ له ۲۷مې به د مرکزي حکومت پرضد له کراچۍ څخه د سرښار اسلام اباد پر لور لاريون کوي.

بلخوا د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د ياد اتحاد د مشرانو له غونډې وروسته يوې خبري غونډې ته وويل چې هغوی به د حکومت پر ضد وار له مخه د مارچ د ۲۳مې نېټې د اعلان کړي لانګ مارچ نېټه نه بدلوي او په هغه ورځ به د پاکستان له ګڼو ښارونو سر ښار اسلام اباد ته لاريون کوي.

دا چې د حکومت مخالفه ګوندونو بېل بېل احتجانونه به څه موثريت ولري او که نه؟ په اسلام اباد کې مېشت خبريال او شنونکی حسن خان وايي چې له پي ډي اېم څخه د ځینو سياسي ګوندونو له وتلو وروسته د دې غورځنګ موثريت کم شوی. نوموړي د جنورۍ په ۲۷مه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د حکومت پرضد له بېلو بېلو دريځونو څخه د احتجاج اغېز د يو موټي کېدو پرتله کم وي. " که تر اوسه پي ډي اېم په خپل پخواني حالت کې وای نو دا به د حکومت مخالفه ګوندونو ډېره لويه کاميابي وای. دوی به د حکومت لپاره په پارلېمان کې دننه هم او دباندې هم ډېر لوی سرخوږی جوړ کړی وای او حکومت ته به يې ډېر سخت وخت ورکړی وای."

پاکستان جمهوري غورځنګ د ۲۰۲۰ز کال په سيپتمبر کې جوړ شو. هغه وخت ۱۱ حکومت مخالفه ګوندونه پکې شامل ول. ياد غورځنګ د هېواد په يوشمېر ښارونو کې د حکومت پرضد لويې جلسې وکړې خو د ۲۰۲۱ز کال په اپرېل کې د ځينو اختلافاتو له کبله پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند له دې غورځنګ څخه ووتل.

که څه هم د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري تېره اوونۍ په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې بېلا بېل احتجاجي لاريونونه د حکومت لپاره زيات مشکلات پيدا کولای شي، خو په پېښور پوهنتون کې د سياسي علومو ښوونکی ډاکټر عبدالرووف له دې خبرې سره اتفاق نه کوي او وايي چې که سياسي ګوندونه او سياسي اتحادونه د حکومت پرضد بېلې هلې ځلې کوي نو حکومت ته زياتې ستونزې نه شي جوړولای. "که دوی را يو ځای شي، اتحاد او اتفاق وکړي او خپل احتجاج په منظمه توګه مخ ته بوځي، نو حکومت ته يو مشکل جوړولای شي او سخت وخت ورکولای شي."

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه تور پورې کوي چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ اوسنی حکومت د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ په نتيجه کې راغلی او پوځ يا ايسټېبليشمنټ يې تر شا ولاړ ول. دوی له وخت مخکې د بيا انتخاباتو غوښتنه کوي. خو حکومت، پوځ او انتخاباتي کمېشن په تېرو انتخاباتو کې د درغلۍ او لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

حکومت مخالفه ګوندونه حکومت په دې هم تورنوي چې د ناسمو تګلارو له کبله یې په هېواد کې ګراني زياته شوې او هېواد يې له اقتصادي بحران سره مخامخ کړی دی، خو حکومت بيا د دې هر څه تر شا د پخوانيو حکومتونو درغلي يادوي چې هغوی تل انکار ورڅخه کړی دی.

XS
SM
MD
LG