د سپريم کورټ د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه د جسټس قاضي فايز عیسي د نظرثاني د درخواست په اړه خپله تفصيلي فيصله خپره کړه چې پر ۴۵ پاڼو مشتمله ده.
په پاکستان کې د کورونا وايرس د څار ملي ادارې ( نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سېنېټر) د جنورۍ پر ۲۸مه په هېواد کې د کورونا وایرس مخنيوي لپاره لګول شوي بنديزونه د فرورۍ تر ۱۵مې وغځول.
په دې پلاوي کې شریک یو پاکستاني چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط پخلی وکړ چې معید یوسف کابل ته رسېدلی دی. د پاکستان له خوا تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي چې د دې پلاوي ایجنډا څه ده؟
د علي وزیر وکیل قادر خان مشال راډیو ته وویل، د مقدمې د اورېدنې پر مهال د پولیسو دوه سرتیري هم د ګواهۍ په توګه عدالت ته حاضر شول او خپل بیانونه یې رېکارډ کړل.
په وروستيو کې په پاکستان کې، د کورونا وايرس کيسونه زيات شوي دي. د کورونا په اړه د معلوماتو خپروونکې حکومتي وېبپاڼې د جنورۍ پر ۲۸مه خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۸۱۸۳ نوي کیسونه ثبت شوي او ۳۰ کسان یې له وجې مړه شوي دي.
ملازمین وايي چې پروسږکال وفاقي حکومت د تنخاګانو زیاتولو ژمنه کړې وه خو لاهم پوره شوې نه ده
د پاکستان پوځ او طالبانو ته نېږدې سرچینو مشال راډیو ته ویلي، افغانستان ته د پاکستان د حکومت لخوا په پټه استول شوي پلاوي په پکتیکا ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له مشر نورولي محسود او د دې ډلې د مشرتابه شورا له نورو غړیو سره خبرې وکړې.
سياستوالو، مدني فعالانو، قانونپوهانو او په پاکستان کې امریکايي سفارت د عايشې ملک د قاضیې کولو هرکلی کړی دی.
د محکمې وياند محمد نثار خان د جنورۍ پر ۲۱مه، مشال راډيو ته وويل چې د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې د خلکو پر راغونډېدو بنديزونه لګول شوي دي.
شېخ رشيد احمد دا خبره د جنورۍ په ۲۱مه، د سېنېټ په غونډه کې د مخالفو ګوندونو د سېنېټرانو لخوا په هېواد کې د امنیت د صورتحال په اړه د پوښتنو په ځواب کې وکړه.
نور وښیئ